1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د یوې رسنۍ له لورې د چاودیدونکو د توګو د لیږد اړوند د کورنیو چارووزارت لانجمنه ادعا

طارق-آرین
15 Mar 2021

یو شمیر خبریالانو او د رسنیو ملاتړو بنسټونو، د لاسوند وړاندې کولو پرته د کورنیو چارو وزارت د ویاند د دفتر له لورې تور پورې کول، د وینا پر خپلواکۍ بندیز راوستل بللي او په دې برخه کې یې د وضاحت غوښتنه کړې.

 

د کورنیو چارو وزارت ویاند، طارق آرین نن سحار (دوه نۍ، کب پنځه ویشتمه) په یوه ټوییټ کې، پرته له دې چې د کومې رسنۍ نوم واخلي او وضاحت ورکړي، یوه “خصوصي رسنه” یې د چاودیدونکو توکو په لیږد تورنه کړه.

ښاغلي آرین وویل: “په خواشينۍ سره مو خبر‌ ترلاسه کړ چې يوه خصوصي رسنۍ د چاودېدونکو توکو په لېږد کې لاس لري. په دې اړه جدي پوښتنې وجود لري او موږ مطلوب ځواب ته د رسېدو لپاره کار کوو.”

خو ګړۍ وروسته د کورنیو چارو وزارت د ویاند د دفتر ادعا، د رسنیزې ټولنې له غبرګون سره مخامخ شوه.

د رسنیو یو شمیر ملاتړو بنسټونو اعلان وکړ چې د ناکره اطلاعاتو خپراوی د عامه ذهنونو د بل لوري ته تلو لامل ګرځي او له رسنیو سره د دولتي بنسټونو اړیکې هم خرابوي.

د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب د کمیټې ویانده، وحیده فیضي په دې تړاو آرزو ټلویزیون ته وایي: “په داسې شرایطو کې چې د رسنیو کارکوونکي په مخامخه توګه موخه ګرځول کیږي، د داشان خبر خپراوی، څرګندونې، د خبریالانو او رسنیو پر کار منفي اغیزه ږدي.”

هغې له کورنیو چارو وزارت څخه په دې برخه کې د لا ډیر وضاحت غوښتنه وکړه.

 

د ګزارشونو پر بنسټ، یو خصوصي شرکت یو شمیر توکي چې پټاکۍ په کې شاملې دي، په مزارشریف کې د اورلوبې مراسمو لپاره لیږدولې چې د زابل ولایت په لویه لاره کې د پولیسو له لورې ضبط شوی، خو د کورنیو چارو وزارت ویاند، دا چاودیدونکي توکي ویلي او له یوې خصوصي رسنۍ سره یې تړلي.

مدني فعال، حسیب معترف وویل چې داشان څرګندونې د مسووله بنسټونو “نامسوولانه چلند” ښيي.

په همدې حال کې، د استقلال غږیزې او انځوریزې موسسې پازوال چې د دې توکو د لیږد پازه لري، وایي چې په تیرو کې یې هم له دولتي او نادولتي بنستونو سره، داشان تړون لرلی.

 د استقلال غږیزې او انځوریزې موسسې پازوال، غلام یحیا انوري په دې تړاو آرزو ټلویزیون ته وویل چې دا له رسنیو سره هیڅ تړاو نلري او او تمه وه چې دا توکي په مزارشریف ښار کې د نوي لمریز کال د مراسمو د نمانځنې لپاره په اورلوبه کې وکارول شي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند له لورې د لاسوندونو د وړاندې کولو پرته په یوې رسنۍ د چاودیدونکو توکو د لیږد ادعا، د خواله رسنیو د کاروونکو له غبرګون سره هم مخامخ شوه.

یو شمیر ویلي چې د کورنیو چارو وزارت ویاند، طارق آرین، له چاودیدونکو توکو سره د پټاکیو د توپیر وړتیا نلري او د هغه له لورې یې وړاندی شوي اطلاعات د خندا وړ وبلل.

د کورنیو چارو وزارت ویاند، د خپلې ادعا په تړاو رسنیو ته څه نه وایي، خو ښاغلي آرین په راتلونکو ورځو کې د لا ډیرو اطلاعاتو د خپراوي خبر ورکړی دی.

دا لومړی ځل ندی چې د کورنیو چارو وزارت ویاند، خلکو ته ناکره اطلاعات ورکوي؛ د میدان وردک د بهسود ولسوالۍ د پيښې په تړاو د هغه له لورې د اطلاعاتو خپراوی هم له سختو غبرګونونو سره مخامخ شوی وو.