1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د ۱۳۹۹ کال کې د اداري فساد یو زره او ۷۹۱ دوسیو ته رسیدنه

روت
25 Feb 2021

لویې څارنوالۍ په روان کې کال کې د اداري فساد د یو زره او ۷۹۱ دوسیو ته له رسیدنې خبر ورکوي.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي وایي له دې منځه ۲۶۶ دوسیې سخت جرمونه وو چې د هغه په تړاو د حکومت یو شمیر چارواکي هم د څیړنې لاندې نیول شوي دي.

ښاغلی رسولي همداشان ټینګار کوي چې دا کسان والیان،معینان او د دولتي ادارو مشران دي چې د اختلاس،رشوت او د وظیفویي صلاحیتونو څخه د ناوړه ګټه اخیستلو په تور د څیړنې لاندې نیول شوي دي.

له بلې خوا په دې وروستیو کې د کندهار د اقتصاد مشر د فساد او وظیفوي غفلت په تور لویې څارنوالۍ ته پيژندل شوی دی.

د کندهار ولایت د مطبوعاتو دفتر اعلان وکړ چې د دې ولایت د اقتصاد ادارې مشر ګل محمد آرین تیره ورځ (د کب۶) په دې اداره کې د فساد او وظیفوي غفلت په تور څارنوالۍ ته ورپیژڼدل شوی دی.

د کندهار والي ویلي چې د فساد سره مبارزه د هغه د کار په لومړیتوب کې دی.