1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د ۱۳۹۹ کال د مالي بودیجې د ناانډولۍ پر وړاندې د غور ولایت د ښځو لاریون

غور
29 Jan 2020

اعتراض کوونکي وایي، چې د ۹۹ کال د بودیجې په سند کې د مالیې وزارت لخوا د دې ولایت د بریښنا او د واټونو د اسفالت ستونزې ته هیڅ پاملرنه نه ده شوې.

د غور ولایت د اوسیدونکو د اعتراضي خوځښتونو پر دوام، دا ځل د دې ولایت ښځو او نجونو هم لاریون وکړ او واټونو ته راووتلې.

فریده صیفي چې له اعتراض کوونکو څخه ده، وایي چې د ولسي جرګې لخوا د ۱۳۹۹ کال تصویب شوې بودیجه، انډول نلري او د دې ولایت د بنسټیزو ستونزو هواري ته هیڅ پاملرنه نه ده شوې.

دې نجونو په یوه پریکړه لیک کې همداشان ویلي چې د غور اوسیدونکي د پنځلسو کلونو راپدیخوا، د بریښنا او د اسفالت شویو واټونو د نشتون له ستونزو سره مخامخ دي او حکومت په دې ولایت کې د پرمختیایي پروژو د پلي کولو په برخه کې ناغیړي کړې ده.

اعتراض کوونکې نجونې هیښتیا ورکوي، تر هغه چې د دوۍ حق غوښتنې غږ ته رسیدنه ونشي، له خپلو اعتراضي خوځښتونو به لاس په سر نشي.

په همدې حال کې، د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي، په خپله ټوییټر پاڼه د غور ولایت د ستونزې د هواري لپاره د یوه پلاوي له جوړیدو خبر ورکوي.

ښاغلي صدیقي زیاته کړې:

ولسمشر غني یو واک لرونکی پلاوی وتاکه چې تر راتلونکو دوو ورځو غور ولایت ته سفر وکړي، د غور د خلکو غوښتنې په غور سره واوري او د هغو مشروع غوښتنو ته د رسیدنې په برخه، روښانه وړاندیزونه وکړي.

په غور ولایت کې د لویو اقتصادي پروژو په برخه کې د ناعدالتۍ پر وړاندې د دې ولایت د خلکو اعتراضونو هغه مهال زور واخیست چې ولسي جرګې له غوڅ اکثریت رایو سره د ۱۳۹۹ کال مالي بودیجې سند تصویب کړ. خو د غور اوسیدونکي دا سند ناانډول بولي او په یوه اعتراضي ګام کې یې، د دې ولایت د سیمه ییزو بنسټونو ورونه هم وتړل.

آرزو نیوز- شمس الرحمن سباوون خپلواک