1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د ۱۴۰۰ مالي کال بودیجه؛ جرګې د دولتي کارکوونکو د معاش د یو ډول کیدو طرحه تصویب کړه

135811000_434217231279616_1462570173126909327_n
06 Jan 2021

ولسي جرګې په نننۍ (څلورنۍ، مرغومې۱۷)، ناسته کې، له اکثریت رایو سره د دولتي کارکوونکو د معاشونو د یو ډول کیدو طرحه تایید کړه. 

 

دا طرحه د ولسي جرګې د ۳۰ غړو له لورې وړاندیځ شوې وه.

د ولسي جرګې مشر، میررحمان رحماني وویل چې د جرګې د دې وړاندیځ پر بنسټ، د ټولنیز عدالت د ټینګښټ په موخه د مامورینو، ښوونکو، تقاعد شویو، اجیرانو او سرتیرو د معاشونو یو ډول کیدل له ۹۱و۹۲ کوډونو، ان ټي اې، سوپرسکیل او سي بي آر معاشونو څخه د معاشونو د رتب له مخې د هغو په معاشونو کې ورزیات شي.

د جرګې ټولیزې ناستې دا طرحه له اکثریت رایو سره تایید کړه او د جرګې مالي او بودیجې کمیسیون ته یې دنده وسپارله چې دا د ۱۴۰۰ مالي کال په بودیجه کې ورزیات کړي.

د ولسي جرګې مشر همداراز هیښتیا ورکړه تر هغه چې د ټولو ولایتونو لپاره په انډول بڼه بودیجه ځانګړې نشي، دا سند به تصویب نکړي.

هغه وویل تر هغه چې د بودیجې مسوده تایید او وروستۍ نشي، ولسي جرګې به ژمنیو رخصتیو ته ولاړه نشي.

په همدې حال کې، ولسمشر غني په یوې وینا کې ویلي چې د بودیجې جوړولو او وړاندې کول د اجرایي ځواک کار دی او ولسي جرګه یواځې د رد یا تایید واک لري.

ښاغلي غني پارلمان ته په خطاب کې ویلي: “په ملي بودیجو کې اضافي پروژې نه شي ګډیدلای… مونږ د سلیقه یي پروژو د منلو توان نلري.”

د ۱۴۰۰ مالي کال په بودیجه کې، ۴۵۲ میلیارده افغانۍ وړاندوینه شوې چې ۲۹۵ میلیارده افغانۍ یې عادي او ۱۵۶ میلیارده افغانس یې پرمختیایي بودیجه ده. د دې سند مسوده نږدې دوه اوونۍ مخکې د ولسي جرګې له لورې رد شوه.