1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د ۱۴۰۰ مالي کال بودیجې طرحه جرګې ته وړاندې شوه

E5D38BBA-164B-4372-ADF5-E76B1C770800_w1023_r1_s
07 Dec 2020

د مالیې وزارت وایي چې د راتلونکي کال ټوله بودیجه ۴۵۲ میلیارده افغانۍ ده چې ۲۹۵ میلیارده یې عادي او ۱۵۶ یې هم پرمختیايي بودیجه ده.

 

د مالیې وزارت نن (دوه نۍ، لیندۍ ۱۷)، د ۱۴۰۰ مالي کال بودیجې طرحه ولسي جرګې ته وړاندې کړه.

د مالیې وزارت د مالي او بودیجې چارو مرستیال، حبیب ځدران د ولسي جرګې په ټولیزه غونډه کې وویل چې د راتلونکي کال بودیجه د حقایقو، سرچینو او د دولت د لومړیتوبونو پر بنسټ تنظیم شوې.

هغه وویل چې د راتلونکي کال بودیجه ټولټال ۴۵۲ ملیارده افغانۍ ده او له دې منځه ۲۵۹ میلیارده یې عادي او ۱۵۶ میلیارده یې پراختیايي بودیجه ده.

د مالیې وزارت مرستیال په وینا، د راتلونکي کال د کورنیو عایداتو کچه ۲۱۶.۵ میلیارده وړاندوینه شوې ده چې د ټولې ملي بودیجې ۴۸ سلنه به تمویل کړي.

د ښاغلي ځدران په وینا حکومت هڅه کوي د اغیزمنې پانګوونې او خصوصي سکتور پیاوړي کولو له لارې، کورني عایدات ډیر کړي.

هغه همداراز، د سیمه ییز اتصال، د آقینې – اندخوی د وسپنې لیکې، د هرات خواف د وسپنې لیکې جوړیدو او همدا راز مزار- حیرتان د وسپنې لارې ساتنې لپاره د تجهیزاتو پیرلو په برخه کې د بودیجې له ځانګړې کولو هم خبر ورکړ.

له دې سره، د راتلونکي مالي کال د بودیجې طرحه په داسې حال کې قانون جوړوونکو ته وړاندې شوه چې د ۱۳۹۹ مالي کال تر پایه نږدې ۱۳ ورځې پاتې دي. د قانون له مخې، مالي کال د مني له پای او د ژمي له پیل څخه بدلیږي.