1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د ۱۴۰۰ کال د کانکور آزموینې بهیر تر دوو راتلونکو ورځو پیلیږي

177855125_4050355175044622_9048930140674404901_n-1536x1024
26 Apr 2021

د آزموینې ملي اداره وايي چې د ۱۴۰۰ کال د آزموینې لومړی پړاو، په ۲۵ ولایتونو کې ترسره کیږي.

دې ادارې اعلان کړی دی چې عمومي، متفرقه، دیني علومو مدرسو، ځانګړي او شپني کانکور آزموینه په درییو پړاونو کې د غويي میاشتې له اتمې د دې میاشتې تر لسمې ترسره کیږي.

د آزموینې د ملي ادارې واکپال عبدالقدیر خموش چې نن ( دوه نۍ، غويي ۶مه) د حکومت د رسنیو او اطلاعاتو په مرکز کې په یوې خبري ناسته کې خبرې کولې وویل چې د هیواد په ۲۵ ولایتونو سمنگان، سرپل، غور، نیمروز، بادغیس، فراه، نورستان، پکتیکا، دایکندی، زابل، ارزگان، هلمند، کندهار، بامیان، وردگ، لوگر، پکتیا، خوست، کاپیسا، پنجشیر، لغمان، کنر، پروان، ننگرهار او بغلان کې د آزموینې لومړي  پړاو ترسره کولو لپاره چمتو والی نیول شوی او په دې ولایتونو کې به په کانکور کې د ګډون کوونکو کسانو د بایومټریک بهیر سبا بشپړ شي.

هغه زیاته کړه په دې ولایتونو کې د ټولو ګډون کوونکو کسانو ټولیزه کچه نږدې ۹۰ زره تنو ته رسیږي.

د آزموینې د ملي ادارې د واکپال په وینا، د ۱۴۰۰ کال د کانکور د آزموینې دویم پړاو به د غويي له ۲۶مې پیل او د همدې میاشتې تر ۳۱مې به دوام ولري چې په دې پړاو کې به فاریاب، کندز، جوزجان، غزنی، بلخ، هرات، تخار و پنج حوزه ولایت بدخشان، شامل وي.

د دې ادارې د مالوماتو پربنسټ، د کانکور د آزموینې درییم کابل او د دې ولایت ولسوالیو ته ځانګړی شوی، خو د ترسره کیدو کره نيټه به یې وروسته اعلان شي.

د ۱۴۰۰ لمریز کال په آزموینه کې به، نږدې ۲۰۰ زره کسان ګډون وکړي چې له دې منځه به نږدې ۱۴۳ زره تنه په لوړو زدکړو او نیمه لوړو زدکړو بنسټونو کې جذب شي.