1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د ۲۰۱۹ کال په وروستیو درییو میاشتو کې د طالبانو د بریدونو ډیروالی

taliban
01 Feb 2020

د افغانستان د بیارغاونې په چارو کې د امریکا ځانګړې څیړونکې  ادارې، سیګر، د امریکا کانګرس ته په خپل درې میاشتني ګزارش کې لیکلي چې په ۲۰۱۹ کال کې د طالبانو بریدونو کې د پام وړ ډیروالی راغلی وو.

سیګر لیکی: “په ټوله کې هغه بریدونه چې د دښمن په مشرۍ ترسره شوي، د ۲۰۱۹ کال په وروستیو درییو میاشتو کې، یعنې د دې کال له اکتوبر څخه تر دسامبر میاشتې، له ۲۰۱۰ کاله راپدیخوا د هر کال د څلورمې برخې په پرتله یې تر ټولو لوړه کچه لرلې چې بیسارې وو.”

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي څیړونکي په دې ګزارش کې همداشان ویلي چې په ۲۰۱۹ کال کې د دښمن له لورې ۸۲۰۴ بریدونه ترسره شوي چې دا شمیر په ۲۰۱۰ کال کې ۷۶۸۵ بریدونو ته رسید.

سیګر زیاتوي چې په ۲۰۱۹ کال کې د امریکایي سرتیرو د مرګ ژوبلې شمیر، په ۲۰۱۵ کال کې د غوڅ ملاتړ د ماموریت د پیل راپدیخوا، د هر کال په پرتله لوړ وو او ۲۳ وژل شوي او ۱۹۲ ټپیان ثبت شوي دي.

د سیګر په ګزارش کې راغلي دي چې، “د تاوتریخوالي ډیریدو سره، د امریکا پوځ هم د خپلو عملیاتو پرمهال پر ترهګرو ډیرۍ بمونه غورځولي چې له ۲۰۰۹ کاله راپدیخوا بېسارې دي.”

د دې ګزارش په یوه برخه کې راغلي چې، “طالبانو د ۲۰۱۹ کال په لومړیو کې او د سولې د خبرو اترو پیلیدو سره سم، خپل بریدونه لږ کړل خو د خبرو د کړکیچنیدو وروسته، تاوتریخوالی بیا ډیر شو. په سپتمبر میاشت کې چې افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو شاهد وو ډیر بریدونه ترسره شول او مرګ ژوبله یې هم لرله.”

د سیګر ګزارش زیاتوي چې د افغانستان په ټولیز حالت کې بدلون راغلی او د کال په وروستیو درییو میاشتو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې شمیر ۲۰ سلنه کموالی ښيي. سیګر همداشان وایي چې د کال په څلورمه برخه کې، د افغانستان د ځواک په شمیر کې ۷ سلنه ډیروالی لیدل شوی.

آرزو نیوز– همایون سلیمي

ژباړن: شمس الرحمن سباوون خپلواک