1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د ۲۰۳ تندر قول اردو د درېمې لوا قوماندان په غزني کې ووژل شو

n00118424-b
18 Jul 2019

د ملی دفاع وزارت اعلان کړی دی چې د ملي پوځ ستر جنرال د طالبانو په نفوذي برید کې په غزني ولایت کې وژل شوی دی.

دې وزارت په یوې اعلامیه کې لیکلي دي چې تیره ورځ (څلور نۍ/چهارشنبه د چنګاښ/سرطان په ۲۶مه) وروسته له غرمې د ۲۰۳ تندر قول اردو د درېمې لوا قوماندان جنرال عبدالمبین مجتبی چې د غزنې قره باغ ولسوالۍ په لور روان وو،د وسله والو طالبانو د نفوذي سرتیري له لوري ووژل شو.

ددې اعلامیې پر بنسټ،برید کونکی هم د ډزو په پایله کې وژل شوی دی.

د غزني د ولایتي شورا یوشمیر غړو ویلي دي چې په دې پیښه کې دوه امریکایې سرتیري هم ټپیان شوي دي.

د قره باغ ولسوال صاحب خان الهام رسنیو ته ویلي دي چې دا برید هغه مهال وشو چې یوشمیر امریکایې قوماندانان او امنیتي پازوال د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې په یوې ناسته کې سره راټول شوي وو چې د غونډې په پای کې د پوځ درې سرتیرو ډزې وکړې.

ولسمشرۍ ماڼۍ ددې پيښې په غبرګون کې ویلي دي چې ترهګر د داشان بریدونو په ترسره کولو سره نشي کولای د امنیتی ځواکونو تکل کمزوری کړي.

 

آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي