1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د ۲۰۹ شاهین قول اردو سرطبیب په مزارشریف ښار کې ووژل شو

172999485_2919441708377143_1575716212772733315_n
12 Apr 2021

د بلخ پولیس په دې ولایت کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو د سرطبیب له وژل کیدو خبر ورکوي.

د بلخ د پولیس مشرۍ ویاند عادل شاه عادل وايي چې نن سهار (وري ۲۳مه) د ۲۰۹ شاهین قول اردو سرطبیب ډګرمن صالح محمدصمیم له خپل موټرچلونکي سره د مزارشریف ښار په پنځمه ناحیه کې د ناپيژانده وسله والو کسانو تر برید لاندې راغی.

د بلخ پولیس وايي چې په دې پیښه کې ښاغلي صمیم او موټرچلونکي یې خپل ژوند بایللی دی.

تر اوسه د دې پیښې پړه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.

څو مخکې هم په همدې لار د پوځ یو رنجره د وسله والو کسانو تر برید لاندې راغله چې په کې درییو ښځينه پوځیانو ژوند بایلود.