په تیرو ۲۴ ګړیو کې، په هیواد کې د کرونا ویروس ۲۳۵ نوې مثبتې پيښې ثبت شوې دي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند، وحیدالله مایار په یوې خبري ناسته کې وویل چې له ۵۸۱ سمپلونو، ۲۳۵ مثبتې پيښې ثبت شوي.
د دې وزارت د شمیرنو پر بنسټ، ۶۳ پيښې په کابل، ۵۴ پيښې په کندهار، ۱۹ پيښې په هرات، ۱۴ پيښې په پنجشیر، ۱۳ په تخار، ۱۲ په ننګرهار، ۱۰ پيښې په سمنګان، ۱۰ په غور، ۹ په بغلان، ۷ په وردک، ۵ په بادغیس، ۵ په بامیان، ۵ په لغمان، ۳ په سرپل، ۲ په پروان، ۲ په کنړ، یوه په فراه او یوه بله پیښه هم په هلمند کې ثبت شوې دي.
همداراز په تیرو ۲۴ ګړیو کې، ۱۲ تنه مړه شوي چې درې په غزني، دوه په بلخ، دوه تنه په فاریاب، دوه تنه په پروان، یو تن په ننګرهار، یو تن په کندز او یو بل هم په بامیان کې دي چې له دې سره په هیواد کې د کوویډ-۱۹ له کبله د مړینو شمیر، ۸۵ کسانو ته ورسید.
۱۴ تنه نور هم په هرات، ننګرهار او لغمان ولایتونو کې روغ شوي چې د روغ شویو ټولیز شمیر هم ۳۴۵ ته ورسید.
د عامې روغتیا وزارت ویاند همداراز په هیواد کې د کرونا ویروس له لا خپریدو هیښتیا ورکوي او له هیوادوالو غواړي چې روغتیايي سپارښتنې په پام کې ونیسي او له راټولیدنو ډډه وکړي.