| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
د ۴۰۰ طالب بندیانو خوشې اړوند لویې جرګې له پریکړې د خلیل زاد هرکلی
10 Aug 2020
د افغانستان لپاره د آمریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد، د ۴۰۰ طالب بندیانو خوشې کیدو اړوند د سولې د مشورتي لویې جرګې له پریکړه لیک او ولسمشرغني له پریکړې هرکلی وکړ.
ښاغلي خلیل زاد په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي دي چې تر څو راتلونکو ورځو د بندیانو د خوشې کیدو لړۍ بشپړیږي او وروسته بیا پلاوی دوحې ته ولاړ شي ترڅو ژر تر ژره د افغانانو ترمنځ خبرې پیل شي.
د افغانستان د سولې لپاره د آمریکا ځانګړی استازی ټینګار کوي چې اوس مهال د سولې لپاره تاریخي فرصت رامنځته شوی چې د افغانانو په ګټه او د سیمې او نړۍ په ټیکاو کې مرسته کوي.

په همدې حال کې طالبانو ویلي دي چې د ۴۰۰ بندیانو له خوشې کیدو یوه اوونۍ وورسته،د افغانانو ترمنځ خبرو ته چمتو دي.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین بي بي سي ته ویلي دي چې د سولې د مشورتي لویې جرګې له پریکړې هرکلی کوي خو ټینګار یې کړی دی چې په خپله دا جرګه د دوی په آند مشروعیت نه لري.
ولسمشرغني د لویې جرګې په لومړۍ ورځ ویلي وو چې طالبانو ژمنه کړې که چیرې د دې دلې پاتې بندیان خوشې شي، تر درییو ورځو له حکومت سره خبرې اترې پیلوي.
د سولې د مشورتي لویه جرګه، د ۴۰۰ طالب بندیانو خوشې کیدو په اړه د درییو ورځو لپاره په کابل کې ترسره شوه چې د هیواد له ګوډ ګوډ څخه په کې ۳۴۰۰ کسانو ګډون کړی وو.
حکومت د لویې جرګې د پریکړې پر بنسټ،۴۰۰ طالب بندیان خوشې کوي.
