1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د ۲۰۹ شاهین قول اردو د نوي قوماندان په توګه د ذبیح الله مهمند ګمارنه

234442700_3014857852168861_7093538945244488897_n
10 Aug 2021

ذبیح الله مهمند د ۲۰۹ شاهین قول اردو د نوي قوماندان په توګه وګمارل شو.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو په خبرپاڼه کې راغلي دي چې تورنجنرال ذبیح الله مهمند د خان الله شجاع پر ځای د دې قول اردو د نوي قوماندان په توګه ټاکل شوی دی.

ښاغلی مهمند په داسې حال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو د قوماندان په توګه ټاکل کیږي چې اوس مهال د شمال امنیتي حالت له بل هر مهاله خراب شوی دی.

په همدې حال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو پازوال د یوې خبرپاڼې په خپرولو سهر د بلخ ولایت له دهدادي ولسوالۍ څخه د طالب جنګیالیو له په شا تمبولو خبر ورکوي.

 په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د بلخ ولایت په دهدادي او نهرشاهي ولسوالیو په اړوندو سیمو کې د امنیتي ځواکونو په ګډو عملیاتو کې چې هوايي ځواکونو یې هم ملاتړ کوه څه باندې ۸۰ طالب جنګیالي وژل شوي او د دې ډلې یو شمیر وسلې هم له منځه وړل شوې دي.

خو د طالبانو ډلې بیا د خپلو جګړه مارو وژل کیدل رد کړي او ادعا یې کړې ده چې په دې نښتو کې یې ۳۰ دولتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې ده.