1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

راشد خان اومحمد نبی د ایرلنډ په سیالیو کې د هیواد دکرکټ له ډلې سره یوځای کیږي

راشد-و-نبی
15 May 2019

دافغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک ویلي دي چې راشدخان آرمان او محمدنبی عسی خیل دافغانستان دکرکټ ملي ټیم  دوه بریالي لوبغاړي چې د هند د غوره لیک په سیالیو بوخت وول،یوځل بیا ملی ټیم لوبو ته راګرځي.

ښاغلی هوتک زیاته کړه چې د هیواد دکرکټ ملی ټیم له نورو لوبغاړو سره ددوي په یو ځای کیدو سره دا ټيم لا  پیاوړی کیږی او تمه ده چې د ایرلنډ په سیالیو کې ښه لاسته راوړنه ولري.

د افغانستان دکرکټ بورډ د ویاند په وینا،د هیواد د ملی کرکټ بل بریالی لوبغاړی مجیب ځدران تیره ورځ (دري نۍ) د (می په ۱۴مه ) له ملی ټيم سره یوځای او خپل تمرینونه یی پیل کړل چې راشدخان او محمدنبي به هم تر دو راتلونکو ورځو د افغانستان کرکټ ملي ټيم سره یو ځاي شي.

تمه ده د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ لومړنۍ لوبه د روانې میاشتې په ۱۹مه نېټه او ددی دو ډلو دویمه سیالۍ د همدی میاشتې په ۲۱ مه ترسره شي.

 

آرزو خبري سایټ – شمس الله رحيمي