1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

راشد خان د افغانستان د کرکټ ملي ټیم لوبډلمشر وټاکل شو

D939C58A-B7A5-460D-9755-7296B8942C70_cx3_cy0_cw96_w1200_s
13 Jul 2019

د کرکټ مشورتی بورډ مشر عزیزالله فضلی پرون جمعه(د چنګاښ/سرطان په ۲۱مه) د کرکټ ملي ټیم د لوبډلمشر په توګه د راشد له اعلانیدو وروسته، هغه د ټولو افغانانو لپاره یوه پیاوړی او د قدر وړ لوبغاړی وباله.

راشد خان په داسی حال کې د کرکت لوبډلمشر وټاکل شو چې د افغانستان د کرکټ ملې ټیم په سږ کال پنځوس اوریزو نړیوالو سیالیو کې د ګلبدین نایت په لوبډلمشرۍ پر لپسې ماتې وخوړې.

خو ګلبدین نایب بیا په دې سیالیو کې  د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د ماتې لامل، د تجربه لرونکو لوبغاړو سم نه لوبیدل بولي.

له نړیوالو سیالیو مخکې اصفر افغان په ناڅاپی توګه د کرکټ بورد مشرتابه له لوري ګوښه او ګلبدین نایت یې پر ځای غوره شو.چې د بورډ دا پریکړه بیا له ډيریو نیوکو سره هم مخ شوه.

راشد خان په اوسنیو شرایطو کې دا پازه د خپل ځان لپاره چې یو ځوان لوبغاړی دی او درې کاله کیږی چې له دې لوبډلې سره دی،یو ستونزمن کار بولي او ډاډ ورکوي چې د خپلې لوبډلې بریا لپاره به په پوره توان سره هڅه وکړي.

په همدې حال کې د سپورت یوشمیر کارپوهان د هیواد په کرکټ کې اوسنی وضعیت په ټیم کې ډلکۍ د فضا رامنځته کیدو او او د په کرکټ بورډ کې سیاسی لاس وهنو ته فضا رامنځته کیدل بولي او له حکومت څخه دې کړکیچ ته د رسیدو غوښتونکي دي.

 

آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي