د کرکټ نړیوالې شورا، د افغانستان د کرکټ ملي لوبغاړی راشد خان د تیرې لسیزې د شل اوریزو سیالیو د غوره لوبغاړو په ډله کې راوستی دی.
به دې نوملړ کې له هند څخه روهیت شرما، ویراټ کولي، مهیندراسینګ دهوني او جسپریت بومرا، له ویسټ انډیز څخه کریس ګیل او کایرن پولارډ، له آسترالیا څخه آرون فینچ او ګلین مکسویل، له سویلي آفریقا څخه ای بي ډیویلیرز او له سریلانکا څخه لاسیت ملینګا د تیرې یوې لسیزې د غوره لوبغاړو په ډله کې راغلي دي.
راشد خان مخکې له دې د کرکټ د نړیوالې شورا له لورې د شل اوریزو کرکټ سیالیو د توپ اچونکو د نوملړ لومړی ځای خپل کړی وو.
هغه د هیواد په کرکټ ملي لوبډله کې د لوبیدو ترڅنګ، د هند ای پي ال، د آسترالی بیګ باش او ویسټ انډیز کارابین سیالیو کې د لوبیدو تجربه لري.