1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

رباني: د ملي ټلوالې او اصلي لوریو پرته، د سولې خبرې به له ماتې سره مخ شي

ربانی
18 Jun 2020

د اسلامي جمعیت د ګوند واکپال، صلاح الدین رباني نن (پنځنۍ، غبرګولي۲۹/جون۱۸)، د شهید برهان الدین رباني د بنسټ په پرانیست  غونډه کې وویل چې د ملي ټلوالې او د اصلي لوریو پرته د سولې د خبرو ترسره کول به دا بهیر له ماتې سره مخ کړي.

 

هغه وویل: که تمه وي چې د قضیې د اصلي لوریو او د ډيریو خلکو د لیدلوریو او د ملي ټلوالې پرته، یوه ننداریزه سوله په خلکو وتپل شي؛ له وړاندې وایم چې دا خبرې به له ماتې سره مخ شي.

ښاغلی رباني همداراز د سولې د بهیر اړوند د سیمه ییزو او نړیوالو لوبغاړو د هوکړې غوښتونکی دی.

د جمعیت ګوند واکپال له حکومت څخه د هیواد د یو شمیر بهیرونو په حذف نیوکه کوي.

هغه پر دوام وویل: هغه ډله چې د لویدیځ په ملاتړ واک ته رسیدلې، دولتي سرچینې او د نظام دستګاه یې د نورو سیاسي حذف ته ځانګړې کړي.

ښاغلی رباني، پر نړیوالې ټولنې هم په هیواد کې د ملت جوړونې په برخه کې د ناکامو طرحو له کبله نیوکه وکړه. د هغه په وینا، نړیوالې ټولنې د سیاسي نظام پر وړاندې د افغانستان د ولس لیدلوری له پامه غورځولی دی.

له دې سره، ښاغلي رباني د جمعیت ګوند په یو شمیر نورو غړو هم نیوکه وکړه او ویې ویل، چې دې کسان په تیرو دوو لسیزو کې د ټاکنو په څیر د ملي مسایلو اړوند، فردي او د دې ګوند د مشرتابه د پریکړو پرخلاف، پریکړې کړې دي.