صلاح الدین رباني د جمعیت ګوند د یو شمیر مشرتابه غړو د خبرو په غبرګون کې ویلي چې د څو وزارتونو او سفارتونو لپاره په واک کې ګډون، نامعقوله موخه ده.
د جمعیت ګوند واکپال، صلاح الدین رباني د افغانستان د عالمانو شورا د مخکیني مشر، مولوي قیام الدین کشاف د کارنامو یادغونډه د جمعیت ګوند د یو شمیر مشرتابه غړو د خبرو په غبرګون کې چې ویلي واک ته رسیدل د جمعیت اصلي موخه ده، وویل چې د څو وزارتونو او سفارتونو لپاره په واک کې ګډون، نامعقوله موخه ده.
ښاغلی رباني همداراز وایي، هغه کسان چې دی له سولې سره په مخالفت تورنوي، له سولې سره سیاسي لوبه کوي او د اړتیا په صورت کې نه چمتو کیږي چې د سولې د ټینګیدو لپاره، له خپلو رسمي دندو لاس په سر شي.
هغه د جمعیت مشرتابه شورا ترمنځ وروستیو ناندرو ته ګوتڅنډنې سره، د دې ګوند د کنګرې ترسره کیدل هم لازمه ګڼي.
د اسلامي جمعیت د ګوند د مشرتابه غړو ترمنځ ناندرې هغه مهال اوچتې شوې چې څو مودې وړاندې، د جمعیت مشرتابه شورا یو شمیر غړو، صلاح الدین رباني د دې ګوند له واکپالۍ لیرې کړ.
خو صلاح الدین رباني د دې پریکړې په غبرګون کې، د عطامحمد نور او محمد یونس قانوني په ګډون د جمعیت د مشرتابه شورا د اوو غړو غړیتوب وځنډاوه.