1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

روسیه د افغانستان د سولې له هڅو ملاتړ کوي

73324305_10157743236989717_3017328178864586752_o-1
02 Nov 2019

 

د روسیې لومړي وزیر دمیتری مدودوف په اوزبیکستان کې د شانګهای د همکاریو سازمان  د ناستې په څنډه کې د هیواد له اجرایې مشر عبدالله عبدالله سره په لیدنه کې ویلي دي چې په افغانستان کې د سولې ټینګښت د سیمې په ګټه ده.

په لیدنه کې ښاغلي مدودوف په افغانستان کې د داعش ډلې فعالیت اړوند اندیښنه کړې ده او د دې ډلې فعالیت د سیمې لپاره جدې ګواښ بللی دی.

ښاغلي مدودوف زیاته کړې ده چې نږدی لس زره داعش جګړه مار د افغانستان په شمال او شمال ختیځو برخو کې ځار پر ځای شوي او دا د منځنۍ آسیا هیوادونو لپاره یو ستر ګواښ دی.

دمیتري مدودوف همدا شان ویلي دي چې د سانګهای د همکاریو سازمان د افغانستان له خلکو او د سولې له بهیر څخه ملاتړ کوي.

روسیه په داسي حال کې له سیاسي لارې د افغانستان د کړکیچ پر حل ټینګار کوي چې دې هیواد په همدې موخه د افغانستان د چارواکو،د طالبانو،امریکا او د سیمې د یوشمیر هیوادونو د استازو په حضور څو ناستې ترسره کړې دي.

د اجرایې ریاست د خبرپاڼې پر بنسټ،عبدالله عبدالله هم ټينګار کړی دی چې د ورسیې په ګډون د نړیوالو ملګرو هیوادونو له مرستې پرته په افغانستان کې سوله نشي ټینګيدلای.

تمه ده په دې ناسته کې پر بیلابیلو سکالو په تیره بیا،په سیمه کې د امنیتي ګواښونو،له ترهګرۍ سره مبارزې پر څرنګوالي،د سیمې پر ګډو کړکیچونو،اقتصادي همکاریو او پر ګډې پانګه اچونې بحث وشي.

 

آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي