د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې، ماریا زاخارووا، د امریکا متحده ایالتونه په افغانستان کې د سیاسي کړکیچ په ډيرولو تورن کړل.
میرمن زاخارووا په یوې خبري ناسته کې وویل: ” د امریکا متحده ایالتونو د سیاسي کړکیچ په ډیریدو کې لاس درلود؛ ځکه دې هیواد په ولسمشرۍ ټاکنو کې د یوه سیاستوال بری په رسمیت وپيژاند. دا عمل د امریکا، روسیې، چین او پاکستان له هوکړه لیک سره په ټکر کی دی.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې، په افغانستان کې د سیاسي کړکیچ پر هواري ټینګار سره وویل: “روسیه د افغانستان د اوسني کړکیچ د ماتولو په موخه د مرستو لپاره د نړیوالو کلیدي لوبغاړو د ګډو ګامونه غوښتونکې ده؛ هغه حل لاره چې وکولای شي د افغانستان د خلکو په ګټه و اوسي او د افغانستان په خاوره کې سولې او په سیمه کې ټیکاو ته مرسته وکړي.“
میرمن زاخارووا په یوې بله برخه کې، د افغانستان د حکومت مشرتابه، د طالب بندیانو د خوشې کولو د بهیر په ټکني کولو تورن کړي او ویلي چې دې کار د افغانانو ترمنځ د خبرو بهیر زیان کړی دی.
هغې زیاته کړه: “د افغانستان اوسني مشرتابه، د طالب بندیانو د تبادلې بهیر چې د افغانانو ترمنځ د خبرو د پیل لپاره له اساسي آړونو دی، ټکنی کړی دی.“
آرزو نیوز – شمس الرحمن خپلواک