1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

روسیه د افغانستان د سولې په بهیر کې له امریکا سره مرستې ته چمتو ده

معاون-وارت-خارجه-روسیه
25 Nov 2019

روسیه د افغانستان د کړکیچ حل لپاره له متحده ایالاتونو سره په اړیکه کې ده.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال له یوې روسي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي دي چې که څه هم د امریکا له لوري له ترهګرۍ سره مبارزې لپاره کوم رسمي وړاندیز نه دی شوی خو مسکو له واشنګټن سره د افغانستان د ستونزو په حل کې جوړونکو همکاریو ته دوام ورکوي.

هغه همکارۍ چې وکولای شي د افغانستان د حکومت  او طالبانو د ډلې مخامخ خبرو اترو پیل لامل شي.

اولیگ سیرومولوتوف زیاته کړه:امریکا روسیې ته له ترهګرۍ سره مبارزې لپاره رسمي وړاندیز نه دی استولی دی.مونږ له واشنګټن سره د افغانستان په چارو کې خپل ځانګړي استازي به لارې دوه اړخیزو او څو اړخیزو جوړونکو هماریو ته دوام ورکوو.له دې اړیکې څخه په ګټنې،په افغانستان کې وسله وال مخامخ کیدو ته د پای ورکونې لپاره د نړیوالو د پام وړ چاپیریال جوړښت لپاره پر د کړنچارې پر همغږۍ او د مخالفو ډلو ترمنځ مخامخ خبرو اترو په لاره اچولو لپاره کار کوو.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ټینګار کړی دی چې په افغانستان کې د ګواښونو راکمیدو لپاره له واشنګټن سره د مسکو اړیکې دوام لري.

هغه وویل:مونږ په افغانستان کې له ترهګرۍ سره پر مبارزې تمرکز لرو او دا له امریکا سره زمونږ د خبرو اترو یوه برخه ده،زمونږ دوامداره اړیکو دا زمینه برابره کړې ترڅو په سیمه کې له ګواښونو څخه خپلې څیړنې په منظمه توګه شریکې کړو او د ګواښونو راکمیدو او مخنیوي لپاره آند د ملګرو ملتونو سازمان په کچه دوه اړخیزو او څو اړخیزو عملی ګامونو پر سر کار وکړو.

روسیې د اکټوبر میاشتې به ۲۵مه نیټه د امریکا،چین او پاکستان د استازو په حضور سره په مسکو کې یوه ناسته ترسره کړه.هغه ناسته چې موخه یې له ډیپلوماټیکو لارو په افغانستان کې تلپاتې سولې ته لاس رسی وویل شو.

 

آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي