1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

روسیه: له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل به آسیایي هیوادونه ته ګواښ نه وي

f5dd7c99f0a1fd_5dd7c99f0a240
18 Jun 2020

له افغانستان څخه به د بهرنیو ځواکونو وتل منځنۍ آسیا هیوادونو لپاره د لا ډیر ګواښ لامل نه شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا د دې مطلب په څرګندولو سره وویل چې په افغانستان کې د آمریکایي او ناټو ځواکونو حضور د افغانستان د ټیکاو پر وړاندې خنډ او وسله والو مخالفینو د خوځښت لامل دی.

میرمن زاخارووا هیله مندي کوي چې د آمریکا او طالبانو ترمنځ لاسلیک شوی هوکړه لیک عملي شي چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره، په دې هیواد کې ملي پخلاینې لپاره لار هواره شي.

دا په داسي حال کې ده چې د درې نۍ په ورځ د ایران او  روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو په هیواد کې د سولې د تینګښت په څرنګوالي په ځانګړي توګه د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو د پیل په اړه خبرې وکړی او د خبرو اساسي منځ تکې یې هم د افغانستان د کړکیچ پای، د ترهګرو او نشه یي توکو پر وړاندې مبارزه وه.