د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په دې وروستیو کې ویلي چې په هلمند ولایت کې پر طالبانو د امریکا هوایي بریدونه، افغانستان ته د سولې راوستلو هوکړه لیک به نقض کړي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د ویناپاڼې له مخې، طالبان تراوسه له امریکا سره د سولې د هوکړه لیک د ټولو بندونو په برخه کې ژمن دي او په افغانستان کې یې امریکایي پوځیان موخه ندي ګرځولي.
روسیې په داسې حال کې غبرګون ښایي چې په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت، د طالبانو په ځالو د لومړني هوایي برید د ترسره کیدو خبر ورکړ.
په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ د ماموریت ویاند، ساني لګټ، په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې امریکایي ځواکونو د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې د طالبانو پر وړاندې هوایي برید ترسره کړی دی.
هغه د دې برید موخه د افغانستان له سرتیرو دفاع بللې او له دې ډلې یې غوښتي چې نا اړین بریدونه وځنډوي.