1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

روسیې ته د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر سفر

حنیف
24 Feb 2021

د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر نن ماښام (څلورنۍ،د کب۶) مسکو ته ځي.

د بهرنیو چارو وزارت د اعلانپاڼې پر بنسټ دا درې ورځنۍ سفر د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د رسمي بلنې پر بنسټ ترسره شوی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د دې سفر موخه د دوه اړخیزو اړیکو پراختیا، د سولې بهیر اړوند د سیمه ییز  او نړیوالې ټلوالي پیاوړتیا او د ترهګرې او د سازمان شویو جرمونو پر وړاندې د ګدې مبارزې او مرستې ډیروالی ویل شوی دی.

تمه ده په دې سفر کې ښاغلی اتمر د روسیې دولت له یو شمیر چارواکو سره هم خبرې وکړي.