د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده ماریا زاخارووا وایي د دولت او طالبانو د پلاویو ترمنځ د سولې په خبرو کې ترټولو مهمه سکاله باید اوږړمهاله اوربند وي.
میرمن زاخارووا ټینګار کوي چې دواړه لوري په اصلي خبرو اترو کې پر دې مهمې سکالې بحث وکړي.
له بلې خوا د ملي پخلاینې لویي شورا مشر عبدالله عبدالله وایي چې د دولت او طالبانو ترمنځ خبرې اترې به د لیدلورو اختلافونو له کبله، ممکن اوږدې شي.
ښاغلی عبدالله د ترکیې له انادولي خبري آژانس سره په مرکه کې وایي چې د خبرو اترو بهیر یو مهال نیونکی بهیر دی خو په خبرو اترو کې به د آندتوپیر او شته ستونزې حل شي.
د ملي پخلاینې لویې شوار مشر د سولې خبرو اترو له پیل سره هم مهاله د جګړو ډيریدل تیروتنه بللې او د تاوتریخوالو پر کمیدو او تلپاتې اوربند یې ټینګار کړی دی.