1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

روغتیایي لارښوونو ته د نه پاملرنې د پایلې اړوند د روغتیا وزارت هیښتیا

90713126_1115683965459984_3560076160903675904_n
23 Mar 2020

د عامې روغتیا وزارت ویاند وایي که روغتیايي لارښوونو ته پاملرنه ونشي، په هیواد کې د کرونا ویروس خپریدل به ناورین رامنځته کړي.

 

د هرې ورځې په تیریدو سره، په هیواد کې  کرونا ویروس مثبتې پيښې د ډیریدو په حال کې دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند، وحیدالله مایار، نن (دوه نۍ، اوري څلورمه/مارچ۲۳)، په یوې خبري ناسته کې وویل چې په تیرو ۲۴ ګړیو کې د کرونا ویروس د شپږو نویو پيښو ثبتیدو سره، په هیواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیر، ۴۰ ته ورسید.

د کرونا ویروس نوې پيښې، درې په هرات ولایت کې، دوه په فراه ولایت کې او یوه هم په غور ولایت کې ثبت شوې دي.

خو نن مازدیګر یې په سمنګان او لوګر ولایتونو کې د یوې-یوې پيښې د ثبتیدو خبر ورکړ.

د روغتیا وزارت ویاند، په هرات ولایت کې د کرونا ویروس د خپراوي زیاتیدل د اندیښنې وړ بولي او د قرنطین کیدو او د تګ را تګ د مخنیوي لپاره يې روغتیايي سپارښتنو ته د دې ولایت د اوسیدونکو په نه پاملرنې نیوکه وکړه.

دا وزارت همداراز هیښتیا ورکوي که روغتیایي سپارښتنو ته جدي پاملرنه ونشي، د دې ویروس خپراوی به ناورین له ځانه سره ولري.

ښاغلي مایار همداشان ټینګار وکړ چې د پاملرنې پرته هیڅ شونتیا نشي کولای د کرونا ویروس د خپریدو مخنیوی وکړي او باید دا سکالو د هیوادوالو له لورې جدي وګڼل شي.

له بلې خوا، د کابل ولایت یو شمیر اوسیدونکو د حکومت له لورې د کرونا ویروس په جدي نه نیولو او په دې ولایت کې په راټولیدنو نیوکه وکړه.

د دوی په وینا، عمومي ځایونه لا هم خلاص دي او پولیس له رستورانتونو سره دوه ګونی چلند کوي.

دوی له هیوادوالو غواړي چې له دې ویروس سره د مبارزې لپاره روغتیایي ټکو ته پاملرنه وکړي.