1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

روغتیا وزارت: افغانستان د کرونا کړکیچ په لوړه کچه کې دی

عثمانی-1536x1024
23 Jul 2020

د عامې روغتیا وزارت وایي چې په افغانستان کې د کرونا ویروس ګواښ لا هم جدي دی او هیوادوال دې د را روان اختر پرمهال د تیر اختر تیروتنې بیاځلي نکړي.

 

د عامې روغتیا وزارت واکپال، احمدجواد عثماني نن (پنځنۍ، زمري دویمه)، په یوې خبري ناسته کې وویل، چې په افغانستان کې د کرونا ویروس ګواښ لا هم جدي دی او هیوادبال باید د کوچني اختر تیروتنې بیاځلي نکړي.

ښاغلي عثماني په افغانستان کې د کوچني اختر وروسته په کرونا ویروس د اخته کسانو د شمیر د ډیریدو تجربې ته ګوتڅنډنې سره؛ له هیوادوالو غواړي چې په را روان اختر کې په کور کې پاتې شي او له یوه بل لیده کاته لږ کړي.

د عامې روغتیا واکپال وزیر په را روان اختر کې د کانګو ناروغۍ هیښتیا هم ورکړه او له هیوادوالو یې وغوښتل چې په دې ناروغۍ د اخته کیدو د مخنیوي لپاره، له څارویو سره اړیکه لږې کچې ته ورسوي.

هغه زیاته کړه په کانګو تبې د اخته کیدو د مخنیوي لپاره، د څارویو د قربانولو پرمهال باید له لاسکشو ګټنه وکړي او غوښه ښه پخه کړي.

د عامې روغتیا وزارت همداراز سپارښتنه وکړه چې په کوویډ-۱۹ د نه اخته کیدو لپاره، هیوادوال باید روغتیایي سپارښتنې او ټولنیز واټن هم په پام کې ونیسي.

د حج او اوقافو وزیر، عبدالحکیم منیب هم چې په دې ناسته کې حضور درلود، ویې ویل چې افغانستان لا هم د کرونا ویروس په لوړه کچه کې دی او هیوادوال باید د عامې روغتیا وزارت له لورې سپارښتنې جدي ونیسي.

له بلې خوا، د عامې روغتیا وزارت د کرونا د ۲۰۱ نویو مثبتو پيښو د ثبت خبر ورکړ چې له دې سره په هیواد کې په دې ویروس د اخته کسانو ټولیز شمیر، ۳۵زره او ۹۲۸ تنو ته ورسید.

د دې وزارت د شمیرنو له مخې، په تیرو ۲۴ ګړیو کې ۶۴ تنه له کرونا ویروس څخه روغ شوي چې د روغو شویو ټولیز شمیر، ۲۴زره او ۵۲۱ تنو ته ورسید. همداراز په دې موده کې ۲۱ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی چې د کرونا ویروس له کبله د مړو شویو شمیر یو زرو او ۲۱۱ تنو لوړ شو.