1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

روغتیا وزارت: له کرونا سره د مبارزې لپاره د افغانستان حالت د قناعت وړ دی

120943766_3488892937857518_2473193687480115116_o-1536x1024
05 Oct 2020

د عامې روغتیا وزارت واکبال وایي، چې په افغانستان کې کرونا په کښته راتلو ده او له دې ویروس سره د مبارزې له پلوه د هیواد حالت، د قناعت وړ دی.

 

د عامې روغتیا وزارت واکپال، احمد جواد عثماني، نن (دوه نۍ، تلې ۱۴)، په یوې خبري ناسته کې وویل چې له دیارلسمې اوونۍ تر پنځه دیرشمې اوونۍ د کرونا د مثبتو پیښو شمیر په ټیټیدو دی او په تیره یوه اوونۍ کې (نه دیرشمه اوونۍ)، د مثبتو پيښو شمیر تر ۶ سلنه راټیټ شوی.

هغه زیاته کړه: د پوهنتونونو او ښوونځیو پرانیستلو پر حالت اغیز ندی لرلی او د مثبتو پيښو شمیر یې ندی ډير کړی.

ښاغلي عثماني د کرونا ویروس د پراختیا د مخنیوي لپاره، د زده کړیالانو او زده کوونکو له لورې د روغتیايي سپارښتنو په پام کې نیول او د ماسک کارونه جدي اړتیا وبلله. 

د عامې روغتیا وزارت واکپال، دې ته ګوتڅنډنې سره چې لا هم په افغانستان کې کرونا ویروس شته دی، هیښتیا ورکړه چې د دې ویروس د خپریدو او په ځانګړې توګه د دویمې څپې د مخنیوي لپاره، د هیوادوالو له لورې ساتندویه تابیاوې په پام کې ونیول شي.

د عامې روغتیا وزارت په داسې حال کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو د کمیدو خبر ورکوي چې په تیرو ۲۴ ګړیو کې، د ۸۱ تنو د ازمیښت پایله مثبته وه او څلورو تنو هم د دې ویروس له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د پوهنې وزارت د عمومي زده کړو مرستیال، ابراهیم شینواري هم په دې خبري ناسته کې د کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د عامې روغتیا وزارت له همغږۍ خوښي وښوده او ویې ویل: د پوهنې وزارت د عامې روغتیا وزارت د وړاندویزونو په همغږۍ، حضوري زده کړې په دوو پړاوونو کې پیل کړي.

شینواري ډاډ ورکړ چې دا زوارت په ښوونځيو کې د زده کوونکو له لورې د روغتیایي سپارښتنو د پلي کیدو لپاره، هڅه کوي چې په دې برخه کې لازمه څارنه ولري.