د عامې روغتیا وزارت وایي چې د کرونا ویروس دویم ډول خپور شوی چې په پاکستان او هند کې تثبیت شوی او هیوادوال دې تر څلورو اونیو دې هیوادونو ته سفر ونکړي.
د عامې روغتیا وزیر، احمدجواد عثماني نن پنځنۍ (مرغومې یوولسمه)، په یوې خبري ناسته کې وویل چې د عامې روغتیا وزارت، تراوسه د کرونا د دویمې بڼې خپور شوي ویروس د تشخیص وړتیا نلري.
خو هغه وویل چې دا وزارت هڅه کوي چې دا وړتیا ترلاسه شي.
ښاغلي عثماني ټینګار وکړ چې د کرونا دویم ډول خپور شوی ویروس په دې وروستیو کې په پاکستان او هندوستان هیوادونو کې تثبیت شوی دی.
د عامې روغتیا وزیر له هیوادوالو وغوښتل چې تر څلورو اونیو، هند او پاکستان هیوادونو ته له سفر څخه ډډه وکړي.
عثماني په هیواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو د شمیر د کچې ډیریدو په تړاو وویل چې له څلورو اونیو راپدیخوا د پيښو کچه د ثبات په حالت کې ده او د پيښو شمیر په اونۍ کې د ۱۳۰۰ څخه تر ۱۶۰۰ دی.
هغه د دې وزارت په یو شمیر کارکوونکو د اداري فساد د وروستیو تورونو اړوند وویل چې په دې برخه کې له عدلي او قضایي بنسټونو سره همکاري کوي او د وزیر په توګه ځان په دې تړاو ځواب ویونکی بولي.
د عامې روغتیا وزیر دې ته ګوتڅنډنې سره چې د وزیر په توګه به یې کار دوام ومومي، زیاته کړه: د فساد د هر ډول ادعا اړوند ځواب ویونکی یم، د فساد ادعا له شک پرته یوه سیاسي چلوټه ده.
دوه ورځې مخکې، لویې څارنوالۍ په عامې روغتیا وزارت کې د بډې اخیستلو په تور د ښاغلي عثماني د دوو خپلوانو په ګډون د څلورو تنو د نیول کیدو خبر ورکړ.