د عامې روغتیا وزارت نوماند وزیر وایي چې په افغانسان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو له کچې د دې وزارت موندنې ښيي، چې په هیواد کې په دې ویروس د انګیرل شویو اخته کسانو شمیر، لس میلیونو وګړو ته رسیږي.
د عامې روغتیا نوماند وزیر، احمدجواد ععثماني، نن (څلورنۍ، زمري۱۵)، په یوې خبري ناسته کې وویل چې د دې وزارت له لورې د ترسره شوې نظرپوښتنې له مخې، نږدې ۳۱.۵ سلنه هیوادوال په کوویډ-۱۹ اخته شوي دي.
د روغتیا نوماند وزیر زیاته کړه، دا نظرپوښتنه د هیواد په ۳۴ ولایتونو کې شوې او په بیلابیلو زونونو کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر، توپیر لري.
د دې سروې له مخې په کابل کې ۵۳ سلنه نفوس، په ختیځو ولایتونو کې ۴۲.۹ سلنه نفوس، په مرکزي ولایتونو کې ۳۶.۳ سلنه نفوس، په لویدیځو ولایتونو کې ۳۴.۱سلنه نفوس، په شمال ختیځو ولایتونو کې ۳۲.۴سلنه نفوس او په مرکزي سیمو کې ۲۱.۱ سلنه نفوس په دې ویروس اخته شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت نظرپوښتنه ښيي چې له ۵څخه تر ۱۷ کلونو ۴۶.۴سلنه ماشومان په کرونا اخته شوي؛ د کرونا ویروس نښې یې ندي لرلي، خو د ویروس لیږدوونکي وو.
د دې سروې له مخې، په ښارونو کې د کلیو په پرتله د اخته کسانو شمیر لوړ دی او په ښارونو کې ۴۲.۳سلنه او په کلیو کې ۳۱.۷سلنه وګړي په کوویډ-۱۹ ناروغۍ اخته شوي.
د ښاغلي عثماني په وینا، له ولایتونو د روغتیا وزارت څیړنې ښيي چې د لوی اختر وروسته د کرونا ویروس مثبتې پيښې ندي ډیرې شوي.