1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

روغتیا وزارت: په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کیدو بهیر په ټکني کیدو دی

1
21 Jun 2020

د عامې روغتیا وزارت واکپال، احمدجواد عثماني، نن (یوه نۍ، چنګاښ لومړۍ/جون۲۱)، ولایتونو ته د روغتیايي مرستو د ویش په مراسمو کې، خوشبیني وښوده چې په افغانستان کې د کرونا ویروس نزولي بهیر روان دی.

 

د ښاغلي عثماني په وینا، په هیواد کې د کرونا ویروس خپریدل او په دې ویروس اخته کیدل په کمیدو دي.

د عامې روغتیا وزارت همداراز د کرونا ویروس نوې پيښې ثبت کړي چې پر بنسټ یې په تیرو ۲۴ ګړیو کې، په هیواد کې د دې ویروس ۴۰۹ مثبتې پيښې ثبت شوي چې له دې سره په کوویډ-۱۹ د اخته کسانو ټولیز شمیر، ۲۸زره او ۸۳۳ تنو ته ورسید.

د روغتیا وزارت د شمیرنو له مخې، په هیواد کې په کرونا د اخته کسانو له منځه تراوسه ۸زره او ۷۶۴ تنه روغ شوي او ۵۸۱ تنو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

له بلې خوا، له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره د حکومتي برنامو پر دوام، د کابل والي له برښنا شرکت او د اوبو رسولو له بنسټ سره هوکړه لیک لاسلیک کړ چې له مخې یې، د پلازمینې د اړمنو کورنیو د برښنا او اوبو لګښت چې تر زرو افغانیو وي، د دولت له بودیجې ورکول کیږي.

مخکې له دې له اړمنو کورنیو سره د همکارۍ لپاره د حکومت په ناغیړۍ نیوکې شته وې.

له بلې خوا، په دې وروستیو کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان استازولۍ په یوه ګزارش کې لیکلي چې د کرونا ویروس خپریدو سره هم مهاله، په تیرو درې نیمو میاشتو کې، په افغانستان کې په روغتونونو او روغتیايي مرکزونو پنځلس بریدونه شوي دي.

یوناما د کابل په لویدیځ کې د برچي په ۱۰۰بستریز روغتون د ترهګرو برید ته ګوتڅنډنې سره، داشان بریدونه د خواشینۍ وړ وبللې او د روغتیایي کارکوونکو او روغتیاپالانو موخه ګرځول یې جګړه ییز جنایت په ګوته کړی.