سږکال ستونزمن خو د افغانستان د حکومت او خلکو لپاره برخه لیک ټاکونکی وو.
هیوادوال سږکال د ولسمشریزو ټاکنو د تیر میراث له سیاسي ناندرو سره پیل کړ؛ هغو ناندرو چې د سږکال ۵۸ ورځې ځان ته ځانګړې کړې او دا ناسته پ ارګ کې د دوو ټاکن ډلو سیاسي هوکړه وه چې ظاهراض د عبدالله عبدالله او محمد اشرف غني ټاکن ډلو ترمنځ یې ناندرو ته د پای ټکی کیښود.
د سیاسي مشرانو، ملي او جهادي شخصیتونو په ګډون د دولت د لویې شورا جوړیدل، د عبدالله عبدالله په مشرۍ د سولې د بهیر د پرمخ وړلو لپاره د ملي روغې جوړې د لویې شورا جوړیدل، په کابینه کې ۵۰-۵۰ ګډون او د والیانو پيژندنه او همداراز عبدالرشید دوستم ته د ولسمشر د فرمان پر بنسټ د مارشالۍ رتبې ورکړه، هغه څه دي چې دواړو ډلو پرې هوکړه وکړه.
خو دا د سیاسي ناندرو پای نه وو؛ د کابینې پر سر هوکړه پنځه میاشتې وغځیده او د تلې میاشتې په وروستیو کې کابینه د باور رایې د اخیستلو په موخه جرګې ته وپيژندل شوه.
هغې کابینه چې د ښځو چارو وزارت، اطلاعاتو او فرهنګ، د کلیو د بیارغاونې او پراختیا نوماند وزیران او د مرکزي بانک مشر د جرګې د باور رایې د ترلاسه کولو پرته خپل کار ته دوام ورکړ او د کال تر وروستۍ ورځې درې وزیرانو، د عامې روغتیا، مالیې او کورنیو چارو وزیرانو چې د ولسي جرګې د باور رایه اخیستې وه، له دندو ګوښه شول. هغو ګوښه کیدو چې یو ځل بیا د هیواد سیاسي فضا لانجمنه کړه.
له دې سره هم مهاله، د واکپالیو دوام او د ۱۴۰۰ مالي کال د بودیجې سند د حکومت او قانون جوړونکو ترمنځ د لږ مخینې ناندرې واوښت؛ هغه ناندره چ ېد دې لامل شوه ولسي جرګه دوه ځلي د ۱۴۰۰ مالي کال بودیجې مسوده رد کړي او په پای کې د دولتي کارکوونکو په تنخاوو کې د ۲ زرو افغانیو ډيرښت راتلو سره تصویب شوه.
له امنیتي پلوه هم هیوادوال له ننګونو ډک کال لرلی دی؛ ترهګرو سږکال په هيڅ ځای رحم ونکړ.
د نوروز جشن شپږ ورځې وروسته، د سیکانو په یواځیني عبادتځای برید، د دشت برچي په سل بستریز روغتون برید، په ننګرهار کې د جنازې په مراسمو برید، د کوثر په ښوونیز مرکز مرګونی ځانمرګی برید، د لړم په ۱۲مه په کابل پوهنتون د وسله والو برید، په روان کال کې لویې امنیتي پيښې وې چې ډیر یې له ملکي وګړو قربانۍ واخیستې.
حکومت ادعا کوي چې د ډیرو دې بریدونو مسوول طالبانو او حقاني شبکه دي، خو طالبانو په دې پيښو کې لاس لرل رد کړي او امریکا هم ډيرۍ داعش د دې بریدونو پړ ګڼلي دي.
که څه هم تمه کیده چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې د هوکړه لیک او د سولې د هڅو له کبله، سږکال به د جګړې مورچلونه د تیرو کلونو په پرتله ساړه وي؛ خو د جګړې تنور له هر مهاله ډیر تود شو.
د کورنیو چارو وزارت د شمیرنو پر بنسټ، په تیر یوه کال کې له ۶ زرو ډیر ملکي وګړي د طالبانو د بریدونو په پایله کې مړه او ټپیان شوي دي.
۹۲ ځانمرګي بریدونه؛ ۲۱۷۴ ماین چاودنې، د ۱۹۹۳ ملکي وګړو وژل کیدل او د ۴۱۷۴ تنو ټپي کیدل؛ او په موخه ییزو وژنو کې هم د ۵۰۰ ملکي وګړو وژل کیدل.
په تیر یوه کال کې د هیواد د پوځیانو له مرګ ژوبلې کره شمیرنه په واک کې نشته، پوځ هم ادعا کوي چې جنګیالیو ته یې درنده مرګ ژوبله اړولې ده.
اداري فساد؛ په هیواد کې بله لویه ستونزه ده چې تل یې حکومت ته د کورنیو او بهرنیو نیوکو ګوته اوږده کړې ده؛ حکومت وایي چې سږکال په دې برخه کې بې مخینې لاسته راوړنې لري.
په ۱۳۹۹ کال کې، د فساد ۱۸۰۳ دوسیې ثبت او څيړل شوی، ۲۱۵ یې د افرادو او ملکي ادارو اړوند وو، ۶۳ یې امنیتي او دفاعي سکټور سره تړاو درلود.
تمه وه سږکال د هیواد د ښاریانو د څو کلنو هیلو ونه ثمر ورکړي؛ هغه کال چې د سولې له کلیمې ډک وو!
په دې کال کې که څه هم د سولې بهیر د فبرورۍ ۲۹ هوکړه لیک کې چې وړاندوینه شوې وه، پرمخ ولاړ نه، خو په هر ډول، له ولی او څرنګه سره د دولت له لورې د مشروطو بندونو سره په تدریجي بڼه عملي شو.
ولسمشر غني له مخکینیو مخالفتونو سره سره؛ په پای کې هغه څه چې د امریکا فشارونه یاد کړل، د شپږ زرو ډیرو طالبان بندیانو خوشې کیدو ته یې غاړه کیښوده؛ د طالبانو د درییو سترو غړو او ۴۰۰ هغو بندیانو چې د دولت او نړیوالې ټولنې له لورې خطرناکه بلل کیدل.
بل لورې ته طالبانو بیا نږدې یو زر او څو حکومتي سرتیري خوشې کړل. د سږکال په لړ کې، په افغانستان کې د حکومت او متحدینو له لورې سولې ته رسیدو لپاره ډیرې ډیپلوماټیکې هڅې وشوې.
د نړیوالو فشارونو لاندې د شپږ زره طالب بندیانو خوشې کیدل، د طالبانو له لورې د اسیر شویو سرتیرو خوشې کیدل، د سولې د مشورتي لویې جرګې ترسره کیدل چې په هغه کې د ۴۰۰ خطرناکه طالب بندیانو د خوشې کیدو پریکړه وشوه؛ په دوحه کې د افغانستان حکومت او طالبانو پلاویو ترمنځ د افغانانو ترمنځ د ناستو پرانیسته؛ د حکومت او طالبانو پلاویو ترمنځ د خبرو د رسمي پیل لپاره څو میاشتنۍ ناکامه هڅې.
په امریکا کې د نوي حکومت منځته راتلل او د دوحې د هوکړه لیک بیا کتنه؛ د دوحې د خبرو څنډې ته تلل او په افغانستان کې سولې ته د رسیدو لپاره د امریکا د نوې طرحې وړاندې کیدل؛ له دې طرحې سره د حکومت مخالفت او د ټاکنو د ترسره کیدو په صورت کې د واک په لیږد ټینګار؛ ولسمشر غني ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ګواښوونکی لیک؛ د مسکو د ناستې ترسره کیدل او د افغانستان په قضیه کې د ښکیلو هیوادونو له لورې د اسلامي امارت په نه ستنیدو ټینګار او له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو د نیټې پای ته دوه اوونۍ مخکې په هیواد کې د پوځیانو د شپږمیاشتني حضور د غځیدو لپاره د امریکا دولت ځیرنه!
هغه لویې او ژورې وې چې په افغانستان کې په تیر یوه کال کې سولې ته د رسیدو په برخه کې ترسره شوې دي.
په وروستۍ اعلانپاڼه کې همداراز د پایښت لرونکې سولې او د جګړې د پایته رسیدو ملاتړ وشو او له طالبانو وغوښتل چې پسرلني عملیات پیل نکړي.
اوس د ترکیې اټکلیزه ناسته پرمخ ده؛ هغه ناسته چې امریکا په کې هڅه کوي چې د افغانستان د اوږدې جګړې بار له خپلو اوږو اوچت او هغه د سیمې د هیوادونو او ملګرو ملتونو پر اوږو واچوي.
له دې سره، هیوادوال بیا تمه لري چې د ۱۴۰۰ کال په پسرلي کې، خپلې پخوانۍ هیلې ته چې سولې ته رسیدل دي، ورسیږي.