1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

اجرایې مشر : د حکومت او ولس ترمنځ واټ زیات شوی دی

Abdullah
21 Jul 2019

د ملي یوالي د حکومت اجرایې مشر عبدالله عبدالله وایې چې اوسنی حکومت په کړکیچنو شرایطو کې دی او د خلکو او حکومت ترمنځ واټ زیات شوی دی.

ښاغلی عبدالله چې د ترکیې له تی آر تي شبکې سره یې خبرې کولې وویل:د ملي یوالی حکومت اوس مهال په کړکیچنو شرایطو کې دی.په تیرو دو کالونو کې د حکومت او خلکو ترمنځ واټ زیات شوی او دا د اندیښنې وړ دی،نباید داسی وای.

له بلې خوا اجرایې مشر د لنډمهاله حکومت جوړښت لپاره هڅو ته په ګوتڅنډنې سره وویل:که چیرې دسولې یوه برخه لنډمهاله حکومت جوړښت وي او د سولې ټولې موارد له اوربند څخه نیولې له وسله والو ‌‌ډلو سره د جوړښت تر هوکړې او همدا شان د ټاکنو سکاله په کې شامله شي او د افغانستان د خلکو د منلو وړ وي،یوه توپیر لرونکې سکاله ده. زه په دې آند یم چې د یوه لنډ مهاله حکومت درلودو لپاره هڅې حل لاره نه ده.

ښاغلي عبدالله د خپلو ویناوو په بله برخه کې دټاکنو ترسره کیدو ته په ګوتڅنډنې سره وویل:ټاکنې باید پر ټاکل شوي وخت ترسره شي.له دې سره هم مهاله،دا ټاکنې خپلواکه،عادلانه او رڼې وي.دا هغه څه دي چې د افغانستان د خلکو ته ژمنه ورکړل شوې او د ټاکنو خپلواک کمېسیون هم باید پر دې ژمنه عمل وکړي.

آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي