1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

زلمي خلیل زاد په کابل کې له ولسمشر غني سره وکتل

Khalilzad_Ghani
05 Dec 2019

 

د افغانستان دسولې لپاره د امریکا استازی چې تیره ورځ کابل ته راغی د ملي یوالي له مشرانو سره یې د سولې خبرو اترو په اړه خبرې اترې کړې دي.

ښاغلي خلیل زاد د څلورنۍ په ورځ( لیندۍ ۱۳مه/ډیسمبر ۴مه)له ولسمشرغني او اجرایې مشر عبدالله عبدالله له طالبانو سره د سولې خبرو اترو بیا پیل په تړاوو خبرې اترې کړې دي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د خبرپاڼې پر بنسټ،ښاغلي غني او خلیل زاد د اوربند او سولې هوکړه لیک ته لاس رسۍ لپاره له هیواده بهر د طالبانو د پټن ځایونو ستونزو پر سر بحث کړی دی.

ولسمشرغني ټینګار کړی دی چې د اوربند سکاله او له هیواده بهر د طالبانو پټن ځایونه باید په دې بهیر کې  به جلا جلا توګه په پام کې ونیول شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې تمه ده ښاغلی خلیل زاد کابل ته له سفر وروسته دوحې ته لاړ شي او له طالبانو سره د خبرو اترو تازه پړاوو پیل کړي.

 

آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي