د ولسمشرغني او عبدالله عبدالله ترمنځ سیاسي هوکړې لاسلیک د یوشمیر هیوادونو او نړیوالو بنسټونو له هرکلي سره مخ شوی دی.
د آمریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د دې هوکړه لیک له لاسلیک وروسته له ولسمشر غني او عبدالله عبدالله سره په ټلفوني اړیکه کې ویلي دي چې دواړو مشران دې د افغانانو ترمنځ خبرو اترو پیل څخه ملاتړ لپاره ګامونه پورته کړي.
د افغانستان دسولې لپاره د آمریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد هم په خپله ټویټرپاڼه کې د سیاسي هوکړې له لاسلیک څخه په هرکلي سره ویلي دي چې اوس هغه مها رارسیدلی دی ترڅو د جګړو د پای لپاره د افغانستان د خلکو غوښتنې جدي ونیول شي.
ښاغلي خلیل زاد همدا راز ویلي دي چې ولسمشرغني او عبدالله نباید د ملي یوالي حکومت تیروتنې تکرار کړي.
د افغانستان د سولې لپاره د آمریکا ځانګړی استازی ټينګار کوي چې ډاکټر عبدالله باید په چټکۍ سره د سولې ټینګښت په لور وخوځيږي او حکومت هم باید له دې حرکت څخه مخلصانه ملاتړ وکړي.
په همدې حال کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمدجواد ظریف د مصالحې د لوې شورا له مشر عبدالله عبدالله سره په ټلفوني اړیکه کې ویلي دي چې هیواد یې د اوربند ټینګښت،سیمه ییزې اجماع او د افغانستان اسلامي جمهوریت څخه ملاتړ کوي.
یوناما هم ویلي دي چې دا هوکړه کولای شي د سولې خبرو اترو او کرونا ویروس سره مبارزې لپاره د افغان مشرانو لپاره لار هواره کړي.
ولسمشرغني او د سولې لویې شورا مشر عبدالله عبدالله د دې هوکړې د لاسلیک پر مهال،تلپاتې سولې ته د رسیدو لپاره پر ګډو ګامونو پورته کولو هم ټینګار وکړ.