| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
زلمی خلیلزاد بیا د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د استازي په توګه وټاکل شو
28 Jan 2021
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د زلمي خلیلزاد ماموریت مهم بللی او ویلي چې ښاغلی خلیلزاد به د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي په توګه خپل ماموریت ته دوام ورکړي.
د امریکا د نوې ادارې منځته راتلو سره، یو بحث د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي په توګه د زلمي خلیلزاد پاتې کیدل یا نه پاتې کیدل وو.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، انتوني بلنکین په خپلې لومړنۍ خبري ناسته کې، دې خبرو ته د پای ټکی کیښود.
هغه ویلي چې امریکا له طالبانو سره لاسلیک شوې هوکړه څیړي او د دې سند تر ارزولو، زلمی خلیلزاد به خپل مهم ماموریت ته دوام ورکړي.
دې ستر امریکايي چارواکي ویلي: یو څیز چې مونږ غواړو وپوهیږو، دا ده چې په رښتیا هم د امریکا متحده ایالتونو او طالبانو ترمنځ په لاسلیک شوي هوکړه لیک کې، څه داسې شته چې دا ډاډ ترلاسه شي چې طالبان په بشپړه توګه د دې هوکړه لیک پر وړاندې په خپلو ژمنو ولاړ پاتې شوي او همداراز مونږ په دې برخه کې څه ژمنه لرلې ده.

خلیلزاد له طالبانو سره د ۱۸ پړاوونو خبرو وروسته، بریالی شو چې دا هوکړه لیک لاسلیک کړي؛ هغه هوکړه لیک چې لا یې هم یو کال ندی بشپړ شوی؛ خو امریکا یې د ارزولو خبر کوي.
د اسلامي حزب د مشرتابه شورا غړی، حفیظ رحمان نقي په دې تړاو آرزو ټلویزیون ته وویل: “د سولې د پایلې ته رسیدو په برخه کې د امریکا سیاست، نه بدلیدونکی سیاست دی. په روان بهیر کې محتوا فرق نه کوي، خو د اجرایي څرنګوالي او پلي کیدو په شکلیاتو کې یې شاید بدلون راشي.”
امریکا په داسې حال کې د خپل ځانګړي استازي د ساتنې پریکړه کوي چې له لسو ورځو راپدیخوا د افغانانو ترمنځ د خبرو بهیر په ټپه دریدلی دی. دا خبرې د امریکا د نوي حکومت د کار له پیل سره هم مهاله له کړکیچ سره مخامخ شوې.
د سیاسي چارو شنونکی، ویس ناصري په دې باور دی چې د سولې بهیر د واشنګټن سیاستونو اټکلیز بدلون له کبله اغیزمن شوی.
د افغانانو ترمنځ د خبرو له پیله نږدې پنځه میاشتې تیریږي. که څه هم له دې بهیر څخه تمه دا وه چې تاوتریخوالی پایته ورسیږي؛ خو لا هم دواړه لوري د جګړې په پایته رسولو ندي بریالي شوی.
