1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

زلمی خلیل‌زاد: اوس په بیړې د طالب بندیانو خوشې کیدو مهال رارسیدلی دی

خلیل-زاد2
19 Mar 2020

د افغانستان د سولې لپاره د آمریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد وایي چې په بیړې د طالب بندیانو خوشي کیدو مهال را رسیدلی دی.

ښاغلي خلیل زاد په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي دي چې متحده ایالاتونه لیواله ده ترڅو د آمریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه لیک پر بنسټ په بیړې د طالب بندیانو د خوشي کیدل ترسره شي.

دا امریکایي ډیپلوماټ وایي طالبان ژمنه کوي چې د سولې هوکړه لیک کې پر خپلو شویو ژمنو عمل وکړي او د جګړو ډګر ته به بیرته ونه ګرځي او که چیري دا کار وشي د سولې بهیر به کمزوری کړي.

له بلې خوا ښاغلی خلیل زاد د سیاسي ناندریو د حل غوښتنه کړې ده.

زلمی خلیل زاد وایي چې د دې کړکیچ دوام،د افغانستان پر امنیت اغیز کوي او له بل پلوه د کرونا ویروس،مرګونی ګواښ رامنځته کړی له همدې کبله د سیاسي مشرانو ترمنځ د مصلحت مهال را رسیدلی دی.

هغه همدا شان د حکومت له مشرانو غواړي ترڅو هیواد او خپلو خلک په لومړیتوب کې ونیسي.