1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

زلمی خلیل زاد: اوس هغه مهال رارسیدلی ترڅو افغانان د سولی اړوند خپلمنځۍ ناستي ته چمتو شي

Zalmi-Khalilzad-Afghanistan
10 Jun 2019

 د افغانستان د سولي لپاره د آمریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد او افغان ولمشر محمد اشرف غني  تیره شپه سره ولیدل او خبرې آټرې وکړی.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د خبرپاڼې پربنسټ، دواړو خواوو  ډیرۍ د افغان خپلمنځۍ یا بین الافغانی خبرواترو پرپیل ټينګارسره، همداشان په دی بهیر کې یې د آلمان پرونډې هم خبري کړي دي.

د افغانستان د سولي د بهیر لپاره د آمریکا ځانګړي استازي  له ولسمشر غني سره وروسته له لیدنې په خپل ټویټ کې لیکلې،چې اوس مهال د افغانستان دننه د سولې د خبرو آترو پیل اړین دی،او اوس هغه مهال دی چې د سولي خبرې آترې یوه نوي پړاو ته ننوځي له دی کبله اړینه ده چې د افغان ولس سره په دی اړه  ترپخوا ډیري سلاوي او مشورې وکړي.

په کابل کې د آمریکا سفارت د وینا پاڼې پربنسټ، تمه ده ښآغلی خلیل زاد  په خپل دغه راتګ کې له سیاسي مشرانو سربیره له ځوانانو،ښځو او دینی عالمانو سره هم د سولي د خبرو آترو د شویو پرمختګونو او لاسته راوړنو په اړه وغږیږي.

اوس مهال ښآغلی خلیل زاد په دوحې کې د طالبانو له استازو سره  د سولي خبرو آترو په موخه د خپل اووم سفر په هلي ځلو بوخت دی او وړاندی له دی یی په دی اړه ۶ ځلي له طالبانو سره لیدلي او خبري آترې کړي دي.

آرزو خبري سایټ – وحیده لوراند