1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

ستانکزی: د سولې خبرې به ډیر ژر پیل شي

03
03 Sep 2020

د سولې مرکچي پلاوی به ډیر ژر له طالبانو سره مخامخ  خبرې پیل کړي.

د حکومت د مرکچي پلاوی مشر معصوم ستانکزی په خپله تویتړپاڼه کې لیکلي چې د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوی د حکومت او خلکو په استازولۍ د سولې خبرې د یو پرمختللي، خپلواک او یو موټې افغانسان په موخه چې په هغو کې د ټولو هیوادوالو حقونه خوندي وي، ډیر ژر به پیل کړي.

که څه هم د سولې مرګچي پلاوی د سفر نیټه په رسمي توګه نده اعلان شوي خو یو شمیر سرچینې وایي چې تمه ده نن دا پلاوی د قطر دوحې ته له طالبانو سره د خبرو په موخه سفر وکړي.

تیره ورځ ولسمشر غني او د ملي پخلاینې لویې شورا مشر عبدالله عبدالله په ارګ کې له دې پلاوی سره خبرې کړې وې.

ښاغلي غني هیله مندي ښودلې چې د دواړو خواوو ترمنځ لومړې خبرې په هیواد کې د اوربند او تاوتریخوالي د کمیدو لامل وګرځي.