په هیواد کې سختو اورښتونو سره هم مهاله، طبیعي پيښو ته د رسیدنې په چارو کې د دولت وزارت وایي چې افغانستان سږکال د اورښتونو او هوا سړوښې له پلوه په تیرو سلو کلونو کې د سړوښې بې مخینې فصل تجربه کړي.
د هیواد په ۲۵ ولایتونو کې سختو اورښتونو سره هم مهاله، طبیعي پيښو ته د رسیدنې په چارو کې د دولت وزارت وایي چې افغانستان سږکال د اورښتونو او هوا سړوښې له پلوه په تیرو سلو کلونو کې د سړوښې بې مخینې فصل تجربه کړي.
طبیعي پيښو ته د رسیدنې په چارو کې د دولت وزارت ویاند، تمیم عظیمي په دې تړاو وویل؛ اوس مهال د پلازمینې په ګډون اووه ولایتونه، د سختو اورښتونو او سیلاوونو شاهدان دي.
د هغه په وینا، سږکال ۲۵ ولایتونه د ژمنیو پيښو له ګواښ سره مخامخ دي چې له دې منځه اووه ولایتونه یې په لومړي پوړ کې دي او همداراز د بیړنیو پيښو په صورت کې دې ولایتونو ته ۳۰۰ میلیونه افغانۍ په پام کې نیول شوې دي.
له بلې خوا، نن پلازمینه د سختو اورښتونو او واورې وریدو شاهده وه او د سږکال اورښتونو ډیروالی، کیدای شي د کابل د ځینو برخو په عمومي واټونو کې د اوبو بهیدو او ترافیکي ګڼې ګوڼې ستونزو ته په کتو سره ولیدل شي.
د پلازمینې اوسیدونکي په تیرو ۱۸ کلونو کې د کابل ښاروالۍ په کړنو د نیوکې ترڅنګ وایي چې د اورښتونو او فعاله کانالیزاسیون نشتون له کبله، هر کال د سړوښې په موسم کې د ښار په کچه ډیرې اوبه راووځي او دوی ته ستونزې زیږوي.
تمیم د کابل اوسیدونکی دی چې په کابل ښاروالۍ نیوکه لري او وایي: په واټونو کې د اوبو راوتل د دې لامل شوي چې خلک ونشي کولای په ښار کې تګ را تګ وکړي… په داشان ورځو کې موټر نشي کولای له یوه ځای بل ځای ته د تلو لار ومومي.
خو د کابل ښاروالۍ بیا وایي چې د دې بنسټ ډلې د واټونو د پاکولو په برخه کې لاس په کار شوې دي.
د کابل ښاروالۍ ویانده، سمیرا رسا په دې تړاو آرزو ټلویزیون ته وایي: د کابل ښاروالۍ، په دې برخه کې او په واټونو کې د اوبو د راوتلو د مخنیوي لپاره د هیوادوالو لپاره د معیاري ښاري بستر د جوړولو لپاره بنسټیزې برنامې لري.
د اورښتونو او سیلاوونو د ډیریدو له کبله اندیښنې په داسې حال کې ښودل کیږي چې څو مودې وړاندې د پروان ولایت په ګډون په ۱۳ ولایتونو کې د سیلاوونو له کبله له ۱۶۰ تنو ډیرو خپل ژوند له لاسه ورکړ او ۲۵۰ تنه نور هم ټپيان شوي وو.