1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

سرور دانش: د سیاسي نظام بدلون د هیواد سولې او ټیکاو ته هیڅ مرسته نه کوي

03-1-1536x933
29 Oct 2020

د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش وایي د سیاسي نظام بدلون په هیواد کې د سولې او ټیکاو د ټینګښت لار نده.

ښاغلي دانش په کابل کې د هند له نوي سفیر رودریندارا تاندن سره په لیدنه کې ټینګار وکړ چې د نظام د بدلون طرحې وړاندیز چې وکولې شي سولې ته مرسته وکړي ناسمه طرحه ده، دا یوازې دا چې د سولې ټينګښت او ټیکاو لاره نده بلکه افغانستان او سیمه به د یوې بلې جګړې او تاوتریخوالي  سره برابره کړي.

ښاغلی دانش د سولې په بهیر کې د شته وو اندیښنو په کتو سره وایي په دې بهیر کې د سیمې د هیوادونو د ونډې پیاوړتیا، کولای شي دې اندیښنو ته حل لاره ولټوي.

ښاغلي تاندن ویلي: د سولې بهیر باید د افغانستان  خلکو په مشرۍ مدیریت شي ترڅو په دې هیواد کې د جګړې د پاې ته رسیدو او یوې تل پاتې سولې ته د رسیدو لپاره حل لاره لاسته راشي.

په کابل کې د هند سفیر وایي د افغانستان د خلکو ملي ګټې د سولې بهیر پرمهال له خطر سره مخامخ شوې او په دې بهیر کې د افغانستان او هندوستان حکومتونو ترمنځ همکاریو او همدارنګه د دواړو هیوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ.

په همدې حال کې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند نعیم وردک په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي دي چې ملابرادر له زلمي خلیل زاد او جنرال سکاټ میلر سره د دوحې د هوکړه لیک پر کټورتیا،د دې هوکړه لیک پر ښه پلې کیدو،د پاتې طالب بندیانو پر خوشې کیدو او له تور نوملړ څخه د دې ډلې پر وتلو خبرې کړې دي.

ښاغلي وردک همدا راز ټینګار کړی دی چې د هوایي بریدونو دوام،پر خوشې شویو بندیانو شپنې عملیاتو ترسره کیدل او یرغلیزو عملیاتو ډيرښت د افغانستان د حالت د خرابیدو لامل شوي دي.