د ولسمشر دویم مرستیال د اساسي قانون تعدیل حتمي بولي او ټینګار کوي چې حکومت یې تعدیل ته چمتو دی؛ هغه سوله چې عادلانه نه وي، مشروعیت نلري.
د ولسمشر دویم مرستیال، محمدسرور دانش نن (یوه نۍ، وري پنځلسمه)، د لویې څارنوالۍ د واکپال په توګه د ذبیح الله کلیم د پيژندنې په مراسمو کې وویل چې اساسي قانون باید د نظام د پاشل کیدو او انقطاع د مخنیوي لپاره وساتل شي.
هغه همداراز د سولې په دولت کې د ټولو لوریو د عادلانه ګډون پر سر ټینګار وکړ.
سرور دانش د خپلو خبرو په یوې څنډه کې، د اساسي قانون تعدیل د هیواد د سیاسي او اداري نظام د جوړښت د ښه والي په موخه اړین وباله او زیاته یې کړه چې حکومت ورته چمتو دی.
د راتلونکي سیاسي نظام ټاکل، د افغانستان دولت او طالبانو ډلې ترمنځ د اختلاف لوی ټکی دی؛ که څه هم طالبان د امارتي نظام پلویان دي، خو د افغانستان حکومت تل د جمهوریت نظام ساتنه خپله سره کرښه یاده کړې ده.
ښاغلي دانش په خپلو خبرو کې، یو ځل بیا د نظام د ټاکنیزوالي په ساتنې ټینګار وکړ او ویې ویل چې اوسنی حکومت د نړیوالې ټولنې تر نظر لاندې د ژرمهاله سراسري او رڼو ټاکنو ترسره کیدو ته چمتووالی لري.
هغه پر دوام وویل: “د افغانستان حکومت تراوسه د سولې د بهیر په تړاو له هر ډول ګام څخه چې د باور فضا د رامنځته کیدو لامل وګرځي، ډډه نده کړې او د خبرو پرمهال یې هم د لا پرمختګ لپاره ډیرې هڅې وکړې او له هرې معقولې طرحې هرکلی کوي؛ خو له بده مرغه مقابل لوری نه سولې جوړونې او اعمار او ساتنې ته یې طرحه لري او نه یې په خبرو کې رښتینولي او حسن نیت ښودلی دی.”
د ولسمشر دویم مرستیال یاده کړه چې طالبان په تاوتریخوالي ځيرنې سره واک ته د رسیدو لپاره به خپلې موخې ته ونه رسیږي. ښاغلي دانش له دې ډلې وغوښتل چې د افغانستان د مسئلې د سیاسي او سوله ییز هواري لپاره د خبرو لار ومني.
د تاوتریخوالي کمښت د دوحې د هوکړه لیک مهمه برخه وه؛ که څه هم طالبان تل د دې سند په نقض تورن شوي دي، خو دې ډلې تل ځان د دوحې هوکړه لیک ته ژمن بللی دی.