که چیري غواړۍ په خپل ژوند کې یوه تلپاتې او ښه خاطره تجربه کړي،په سفر لاړی شئ ترڅو وکولای شي دلنډمهال لپاره د ژوند له ستونزو لری اوسي.
په یاد ولرئ ستاسي سفر نه یوازي دا چی یوه تفریح نه ده بلکې په سفر کې ښې تجربې ترلاسه کوي.
هغه ګټې چي سفرکولاي شي ستاسو په ژوند کې ولري.
سفر کول روحې او ستړیا فشارونه ستاسو له بدن څخه لري کړي.که چیری دا سفر یو کاری سفر وي بیاهم مثبتې اغیزې لرلی شي.
اندیښنه او ستړیا له منځه وړي او د ستړیا او روحي فشارونو کمښت کولای شي د ښه ژوند او هوسا ژوند لپاره مرسته وکړي.
د سفر کولو له ګټو یو یی،د عقل وده ده،ددی لپاره چی په سفر کې،له چاپیریال،بیلابیل طبیعت او همدا شان ډیرو کسانو سره آشنا کیږي،او دا آشنایی بیا ستاسو په روان او ذهن حیرانونکې اغیزه لري.
سفر کول ستاسو څخه یو خلاق انسان جوړوی.
که چیري د کار په چاپیریال کې او یا هم د ژوند په ورځنیو چارو کې د ستړیا احساس کوي او یا هم دا انګیرۍ چی خلاق کس نه یاست نو بیا یو لنډمهاله سفر وکړي،ځکه د سفر پر مهال له نویو کسانو او چاپیریال سره آشنا کیږئ.
دآرزو خبری سایټ – شمس الله رحیمي