| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
سولې ته د رسیدو هیله؛ د نیمروز اوسیدونکي د جګړې د دریدو غوښتونکي دي
07 Jun 2021
د نیمروز ولایت یو شمیر ماشومان او ځوانان وایي چې دوام لرونکې جګړې په هیواد کې د زرګونو بې ګناه وګړو د وژل کیدو لامل ګرځیدلي او اوس د جګړو لوري باید تاوتریخوالي په څنګ پریږدي او ملي روغه جوړه وکړي.
لسګونه ځوانان او زاړه په نیمروز ولایت کې نوي تفریح ځای کې راټول شوي چې شور او ښادي وکړي او د دې ځای له آرمښت لرونکې فضا ګټه واخلي.
د دې تفریح ځای په یوې څنډه کې، یو شمیر ځوان د ګوتو په څوکو ساز غږوي او بله ډله سندرې وایي؛ ماشومان او ځوانان هم د ژوند له کړاوونو لرې، د شوق او هیلو په نړۍ کې څو شیبې تیروي.
وزیراحمد نظري، هغه کس دی چې دا زرغون او تفریح ځای یې په وړیا توګه د دې ولایت د اوسیدونکو په واک کې ورکړی، دی وایي چې موخه یې د خلکو آرامتیا ده.

په دې زرغونه سیمه کې، ماشومان له ښادو زړونو سره- په خپله نړۍ کې په ماشومانو لوبو بوخت دي؛ ځوانان هم هڅه کوي او په هره څنډه کې، له سوله ییزې او ورورولۍ فضا خوند اخلي.
د نیمروز د خلکو استازي او اوسیدونکي د دې تفریح ځای له جوړیدو هرکلی کوي او د جګړې له لوریو د تلپاتې سوله ییزې فضا د رامنځته کولو او تاوتریخوالي د دریدو غوښتنه لري.
د نیمروز ولایت اوسیدونکی، محمدعثمان وایي، خوښ دی چې دا پارک د ټولو په واک کې ورکړل شوی او خلک کولای شي له دې فضا ګټه واخلي.
د نیمروز د ولایتي شورا مرستیال، ګل احمد احمدي هم د دې تفریح ځای له جوړیدو د هرکلي ترڅنګ، له حکومت او طالبانو غواړي چې جګړه ودروي او د اوربند لپاره هڅه وکړي.
سولې ته نه رسیدو، له څلورو لسیزو راپدیخوا هیوادوال دې تلپاتې هیلې ته د رسیدو لپاره سترګې په لار کړي؛ خو د سولې اوسنیو هڅو ته په کتو سره، آیا خلک به دې هیلې ته ورسیږي؟
