| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
سپیدار: د سولې د طرحې مسوده وروستۍ شوې
11 Apr 2021
د ملي روغې جوړې لویې شورا په یوې اعلانپاڼه کې ویلي چې د دې شورا د سولې د طرحې د چمتو کولو او توحید کمیټې، نن (یوه نۍ، وري۲۲)، د افغانستان د سولې د طرحې مسوده وروستۍ کړې ده.
د دې کمیټې غړو، نن له غرمې وروسته، د سولې د طرحې وروستۍ مسوده د ملي روغې جوړې د لویې شورا مشر، عبدالله عبدالله ته وسپارله.

سبیدار ویلي: “تمه ده چې د افغانستان اسلامي جمهوریت د سولې د طرحې مسوده ډیر ژر د ملي روغې جوړې لویې شورا مشرتابه کمیټې ته د تایید لپاره وړاندې شي.”
د ملي روغې جوړې د لویې شورا په اعلانپاڼه کې راغلي: د سولې د طرحې مسوده، د سولې اړوند د مطرح شویو طرحو د شننې او یووالي وروسته، چمتو شوې چې د جمهوري نظام، ښاروندي حقونو، بشري حقونو، وینا خپلواکۍ، رسنیو، ټاکنو، ملي بنسټونو په ساتنې او پیاوړتیا او د جګړې په پای ټینګار لري.
