1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

سپیدار: د نوې کابینې په پيژندنه کې ښه پرمختګونه شوي

توافقنامه-سیاسی-عبدالله-و-غنی-2-1-1536x968
23 Aug 2020

د ملي مصالحې د لویې شورا ویاند، فریدون خوځون آرزو ټلویزیون ته وویل چې ارګ او سپیدار، د نوې کابینې د پيژندنې پر سر ښه پرمختګونه لرلي دي.

 

د هغه په وینا، په نږدې راتلونکي کې به د نوې کابینې برخه لیک روښانه شي.

د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د سیاسي هوکړې له لاسلیکه له درییو میاشتو ډيره موده تیریږي، خو دواړه لوري تراوسه ندي توانیدلي چې د نوې کابینې د پيژندنې پر سر هوکړې ته ورسیږي.

دا چاره تل له نیوکو سره مخ شوې ده.

د ولسي جرګې غړي، فکوري بهشتي د ارګ او سپیدار په کړنو د نیوکې ترڅنګ وویل چې د نوې کابینې په پيژندنه کې ځنډ، د حکومتولۍ د چارو د ټکني کیدو لامل ګرځي.

هغه له دواړو لوریو وغوښتل چې ژر تر ژره په خپلې هوکړې عمل وکړي.

په دې منځ کې یو شمیر سیاسي فعالان ټینګار لري چې د سولې بهیر ارزښت ته په کتو سره، جدي اړتیا ده چې سیاسي اختلافونو ته د پای ټکی کیښودل شي او د ښې حکومتولۍ لپاره ګډ ګامونه اوچت شي.

ولسمشرۍ ماڼۍ تراوسه په دې اړه څه ندي ویلي.

د سیاسي هوکړه لیک له مهمو برخو، تراوسه عبدالرشید دوستم ته د مارشالۍ د رتبې ورکړه او د ملي مصالحې د لویې شورا رامنځته کیدل، عملي شوي دي.