د ملي روغې جوړې لویه شورا وایي چې د بندیانو د خوشې کیدو بهیر بشپړیدو سره سره، طالبان لا تراوسه مخامخو خبرو ته ندي چمتو شوي.
په داسې حال کې چې د طالبانو د بندیانو د خوشې کیدو د بهیر له بشپړیدو څخه درې ورځې تیریږي؛ خو لا هم د حکومت او طالبانو ډلې ترمنځ مخامخې خبرې ندي پیل شوي.
د اختلافي بندیانو خوشې کیدو د بهیر بشپړیدل او د حکومت د ځانګړو ځواکونو خوشې کیدل، د دې خبرو د پیل پر وړاندې وروستی خنډ وو. هغه څه چې د تیرې اوونۍ به پنځنۍ بشپړ شو.
د ملي روغې جوړې د لویې شورا ویاند، فریدون خوځون د دې ځنډ لامل، د طالبانو ډلې له لورې نه چمتووالی په ګوته کړ.
ښاغلي خوځون رسنیو ته ویلي چې د خبرو د پیل د ځنډيدو لپاره هیڅ پلمه نده پاتې او د حکومت پلاوی د خبرو د پیل لپاره د طالبانو چمتو کیدو ته په تمه دی او دا ډله باید ژر تر ژره خبرو ته چمتو شي.
په همدې حال کې، په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند، سهیل شاهین آرزو ټلویزیون ته وایي چې د دې ډلې ترمنځ د فني مسایلو د هواري هڅې روانې دي.
هغه زیاته کړه: نشم کولای کره نیټه ووایم. خو د افغانانو ترمنځ د خبرو د پیل نیټه به ډير ژر روښانه شي. هڅې روانې دي چې یو شمیر فني مسایل حل شي او نیټه وټاکل شي.
له بلې خوا، د سولې د مرکچي پلاوي یو غړی د خپل هویت د نه ښودلو په شرط آرزو ته ویلي چې د روانې اوونۍ د دوه نۍ په ورځ د پلاوي د سفر اټکل شتون لري.
د پلاوي دا غړی، د سفر د ځنډیدو لامل، په پاکستان کې د طالبانو د د مرکچي پلاوي د یو شمیر غړو حضور بللی چې تراوسه دوحې ته ندي رسیدلي.
آزاده خبریال او د سولې اړوند پوهه سرچینه، طاهرخانه په دې اړه وایي، نن سحار (پیلنۍ)، د ملابرادر په مشرۍ د طالبانو پلاوی له اسلام آباد څخه دوحې ته تللی او د دې ډلې د مرکچي پلاوي نور غړي هم قطر ته رسیدلي دي.
له دې ټولو سره، مخکې له دې سرچینو ویلي چې تمه ده د قطر په دوحه کې د افغانانو ترمنځ به خبرو کې، عبدالله عبدالله هم حضور ولري.