1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

سپینه ماڼۍ: د سولې هوکړه د تاوتریخوالي د کمیدو وروسته لاسلیکیږي

this-is-why-the-white-house-is-white-119809810-Orhan-Cam-760x506
13 Feb 2020

سپینه ماڼۍ وایي چې د سولې هوکړه لیک به هغه مهال لاسلیک شي، چې طالبان په خپلو ژمنو عمل او د تاوتریخوالي د کمیدو لپاره ګام اوچت کړي.

یو شمیر امریکایي چارواکو نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته ویلي چې د دې هوکړه لیک لاسلیک به، په افغانستان کې د امریکا د تر ټولو اوږدې جګړې د پاېته رسیدو لپاره لار هواره کړي.

دا چارواکي همداشان ټینګار لري چې په اصل کې، د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لیک تر ۹۵ سلنه تایید شوی او تر څو اوونیو به وروستی او لاسلیک شي.