1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

سپینه ماڼۍ: په افغانستان کې د تریاکو تولید ډیر شوی دی

In this picture taken on Monday, April 21, 2014, Afghan farmers slice open the green poppy bulbs, swollen with raw opium, the main ingredient in heroin, on a poppy field in Helmand province, southern Afghanistan. This year’s bumper crop represents one of the most tangible and visible failures of U.S. policy in Afghanistan, as the American-led military force prepares to withdraw by the end of this year. (AP Photo/Abdul Khaliq)
08 Feb 2020

د امریکا دولت په یوه کلني ګزارش کې موندلي چې په ۲۰۱۹ زیږدیځ کال کې په افغانستان د کوکنارو کښت لږ شوی، خو د تریاکو تولید ۲۱ سلنه ډیروالی ښيي.

د سپینې ماڼۍ د نشه یي توکو د کنترول د پالیسۍ ملي دفتر اعلان کړی چې په ۲۰۱۹ زیږدیځ کال کې، په افغانستان کې د خالصو تریاکو تولید، ۶ زره او ۷۰۰ ټنه وو په داسې حال کې چې دا شمیر په ۲۰۱۸ کال کې، پنځه زره او ۵۵۰ ټنو ته رسید.

سپینې ماڼۍ ویلي: “په ۲۰۱۹ کال کې په افغانستان کې د خشخاشو کر د ۲۰۱۸ کال په پرتله لږ شوی دی. په افغانستان کې د خشخاشو کرکیله، ۲۸ سلنه راټیټه او په ۲۰۱۸ کال کې له ۲۲۱ زره هکتارو څخه، په ۲۰۱۹ کال کې ۱۶۰ زره هکتارو ته رسیدلیې ده. خو پر وړاندې بیا د خالصو تریاکو تولید، ۲۱ سلنه ډیر شوی چې په ۲۰۱۸ کال کې له ۵۵۰۰ مټریک ټڼو څخه په ۲۰۱۹ کال کې ۶۷۰۰ ټنو ته رسیدلې ده.”

سپینې ماڼۍ همداشان اندیښنه ښودلې چې د نشه یي توکو د قاچاق له کبله ډیرۍ عواید، د جنګیالیو ډلو لخوا په جګړې لګول کیږي او د فساد ډیریدو لامل ګرځي.

له دې سره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت، د نشه يي توکو په قاچاق کې د افغانستان د لوړپوړو پولیس چارواکو ښکیلتیا، نهیلې کوونکې بولي.

د سویلي آسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې په خپله ټویټر پاڼه لیکلي دي: “د نشه یي توکو سوداګري، په افغانستان کې نه ټیکاو پیاوړی کوي او د ښې حکومتوالۍ او په دې هیواد کې د اقتصادي ودې بهیر کمزوری کوي. د قانون د پلي کیدو لپاره اړتیا ده چې د فساد کوونکو چارواکو پر وړاندې ګام اوچت شي.”

د امریکا دولت په داسې حال کې د حکومتي چارواکو لخوا د نشه یي توکو د قاچاق له کبله اندیښنه ښيي چې د تیرې اوونۍ د پنځنۍ په ورځ (فبرورۍ شپږمه)، د کورنیو چارو وزارت په کابل ښار کې د نشه یي توکو د قاچاق او پلور د یوې لویې ډلې د نیولو خبر ورکړ چې مشري یې د کابل د پولیس مشرۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیر کوله.

ژباړن: شمس الرحمن سباوون خپلواک