د کندز د کرنې ریاست وایې چې په روان کال کې په کندزکې په ۲۰ هکټاره ځمکه کې زعفران کرل شوي وو چې ترې نږدی ۷۰ کیلو ګرامه زعفران تر لاسه شوي دي.
سږ کال په کندز کې د زعفرانو حاصلات د تیر کال په پرتله ۶۰ سلنه زیات شوي دي.
د کندز د کرنې او اوبو لګونې ریاست مشر عبدالهادی قرلق آرزو ټلویزیون ته وویل چې په روان کال کې په دې ولایت کې څه دپاسه ۲۰ هکټاره ځمکه کې زعفران کرل شوي وو چې ترې ۷۰ سلنه پایداوار تر لاسه شوي دي.
د هغه په وینا په تیر کال کې د دې ولایت له ځمکو څخه یوازی ۱۴ کیلوګرامه زعفران تر لاسه شوي وو.
ښاغلی قرلق همدا شان د زعفرانو بسته بندۍ لپاره د دې ولایت زعفران کرونکو ته د شپږو پایو ماشینانو له ویشلو هم خبر ورکوي.
له بلې خوا د کندز د کرنیزو چارو د تولید آمر محبوب الله وویل چې د دې ولایت زعفران له ښه کیفیت څخه برخمن دي او په دې وروستیو کې یې د تاجیکستان په بازارونو کې ښه ځای خپل کړی دی.
هغه زیاته کړه چې د کندز زعفران د هرات له زعفرانو سره برابر کیفیت لري.
د کندز کروندګر هم د دې بوټې د پایداوارو له زیاتوالي خوښ دي خو نا امنۍ بیا د زعفرانو د پلور پر وړاندې خند بولي.دوی له حکومت څخه غواړي چې د دې ستونزو د حل په برخه کې د دوی غوښتنو ته رسیدنه وکړي.
کندز د هیواد په شمال ختیځ کې له کرنیزو ولایتونو شمیرل کیږي.خو د کرنیزو توکو د ساتنې لپاره د سم ځای په تیره بیا د سړو خونو نشتون له هغو ستونزو څخه دي چې تل د دې ولایت کروندګرو ترې اندیښنه او شکایت کړی دی.
آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي