د نورو کرنيزو پېداوارو ترڅنګ سږ کال د کندهار د پيازو حاصل هم د تېر کال په پرتله درې برابره زيات شوی دی.
د کندهار د کرنې رياست پازوال وایي سږ کال ددې ولایت په دامان، ژیړۍ، پنجوائي او ډنډ ولسوالیو کې پر ۱۵ زره هکټاره ځمکه باندي د پيازو کښتونه شوي، چې د کال تر پایه به ورڅخه ۶۰ زره مټريک ټنه حاصل ترلاسه شي.
د ياد رياست واکپال محمد حامد سعادت وایي، چې د پيازو حاصل د پخوا په پرتله زيات دی او دوی يې د ساتني لپاره له خپلو وزارت د سړو خونو د جوړېدو پر پلان کار کوي.
بل خوا بیا کروندګر وایي سږ کال د پیازو حاصل زيات شوي او بازار کې يې بيه هم لوړه ده.
دوی همدراز وایي که دولت ورسره د اصلاح شوو تخمونو او د حاصلاتو د ساتني په برخو کې مرسته وکړي نو دا به د حاصلاتو د زیاتوالي ترڅنګ د دوی د اقتصاد د پياوړتیا سبب شي .
د کندهار د کرنې ریاست ویلي د تېر ژمي د زياتو اورښتونو له امله سږ کال ددې ولایت کرنيز حاصلاتو کې ۳۵ سلنه زياتوالی راغلی.